دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمکسیکو کې د موسیقۍ د یوې اووه کسیزې ډلې مړي موندل شوي...

مکسیکو کې د موسیقۍ د یوې اووه کسیزې ډلې مړي موندل شوي دي

ویب ډیسک

په مکسیکو کې د چارواکو په خبره د موسیقۍ د یوې اووه کسیزې ډلې مړي موندل شوي دي. د دغو کسانو سوځیدلي جسدونه په یوه کوچني بار وړونکي موټر کې موندل شوي دي.

 

د جمعې په ورځ د مسکیکو د ګوانایواتو ایالت عمومي څارنوال کارلوز زاماریپا، په دغه هیواد کې د موسیقۍ د یوه بانډ د یو شمیر غړو د جسدونو خبر ورکړ.

د معلوماتو له مخې د سیلایا ښار ته نږدې د جان مارتین سیمې پورې اړوند د لوز کوپازیسیو په نامه د موسیقۍ بانډ غوښتل چې د سه شنبې په ورځ په یوه پارټي یا پروګرام کې موسیقي وغږوي. خو دوی هیڅ کله هم دغو مراسمو ته ونه رسیدل. په همدغه شپه د دوی سوځول شوي مړي په یوه پیک اپ ډوله غلا شوي موټر کې دننه وموندل شول.

د دغه هیود د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې اوس د قربانیانو د کورنیو غړو د دوی هویت تائید کړی دی. تر اوسه پورې د پيښې د رامنځته کیدو دقیق علت نه معلوم نه دی. د موسیقۍ د دغه بانډ موټر په یوه بل ځای کې په داسې حال کې موندل شوی چې د دغې ډلې د موسیقۍ غږولو آلات یا وسایل په کې نه موجود نه وو.

د مکسیکو په دغه سیمه کې د مخدره موادو د غیر قانوني قاچاق د کنترول په لاس کې نیولو په خاطر د مخدره موادو د قاچاقبرانو د مختلفو بانډونو ترمنځ وخت نا وخت شخړې رامنځته کیږي چې په کې بی ګناه انسانان هم وژل کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه