ويب ډیسک
د پاکستان په پنجاب صوبه کې اپوزيشن ګوندونو د وزيراعلی عثمان بزدار خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی.
د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ (نواز) د پنجاب اسمبلۍ غړي رانا مشهود د مارچ پر ۲۸مه نېټه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې نن یې د سپېکر په دفتر کې دغه تحريک جمع کړی اد ده په وینا، هغه بايد د قانون له مخې په ۱۴ ورځو کې پر دې تحريک غونډه راوبولي.
له سپیکر چوهدري پروېز الهي سره په جمع شوي درخواست باندې د مسلم ليګ نواز او پیپلز پارټۍ د ۱۲۷ د پنجاب اسمبلۍ د غړو لاسليکونه دي.
پنجاب اسمبلۍ ۳۷۱ چوکۍ لري چې ۱۸۴ پکې د تحريک انصاف دي. د تحريک انصاف سره د اتحاديانو په توګه د مسلم ليګ (قایداعظم) لس او د راه حق ګوند یو کس هم ملګری دی. د اپوزېشن غړي ۱۷۲ دي. اپوزېشن د عدم اعتماد تحريک کاميابولو لپاره ۱۸۲ رايو ته اړتیا لري.
د عثمان بزدار تړاو له پاکستان تحریک انصاف سره دی. د نوموړي پرضد له هغه ۲۰ ورځې وروسته د بې باورۍ تحریک جمع شوی چې حکومت مخالفه ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د مارچ پر اتمه نېټه د وزیراعظم عمران خان پرضد هم د عدم اعتماد تحریک جمع کړی وو.


