دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجاب : قصور ښار کې یو سړي خپلې درې لوڼې وژلې دي

پنجاب : قصور ښار کې یو سړي خپلې درې لوڼې وژلې دي

ویب ډیسک

د پاکستان پولیسو ويلي دي چې یوه سړي خپلې درې کوچنۍ لوڼې وژلي دي. چارواکو د دوشنبې (د جنورۍ ۱۰نیټه) ویلي دي چې یوه سړي له خپلې ښځې سره تر جنجال او شخړې وروسته خپلې درې لوڼې چې یوه یي ۶، بله یې ۸ او دریمه یې ۹ کلنه وه، د پاکستان په ختیځ قصور ښار کې د اوبو یوه کانال ته ورغورځولي دي.

زیاته شوې چې نوموړي کس تر نیول کیدو وروسته پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی. د دغو درو نجونو جسدونه له اوبو څخه را ایستل شوي دي.

تورن کس د اعدام په سزا د محکومیدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په پاکستان کې هر کال په زرونو ماشومان د جنایتونو قرباني کیږي. په دغه هیواد کې کمزوری قضايي سیستم د دې سبب کیږي چې د جرم عاملین نه مجازات کیږي.
د ماشومانو د حفاظت سازمان په حواله په دغه ۲۲۰ میلیونه نفوس درلودونکي هیواد کې هره ورځ له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په ارتباط کې په اوسط ډول اته پيښې له پولیسو سره ثبت کیږي چې اکثره یي د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي وي. د کارپوهانو په حواله اصلي شمیرې تر دې ډیر لوړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه