دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټرمپ ایران ته د سختو بریدونو او د خارګ ټاپو د نیولو...

ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو او د خارګ ټاپو د نیولو ګواښ وکړ

ټرمپ ويلي، امریکا به د ایران د خارګ ټاپو او د نفتو د زیربناوو مهم مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سختو پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې امریکا به د ایران د خارګ ټاپو او د نفتو د زیربناوو مهم مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» کې لیکلي چې ډېر ژر به امریکا د خارګ ټاپو او د نفتو نور مهم تاسیسات ونیسي او د تیلو او ګازو پر نړیوالو بازارونو به بشپړ واک ترلاسه کړي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې امریکا به د شپې له خوا پر ایران سخت او پراخ بریدونه ترسره کړي. د هغه په وینا، د ایران سمندري، هوايي او راداري وړتیاوې، د هوايي دفاع له سیستمونو سره یوځای، تر ډېره له منځه وړل شوې دي.

ټرمپ ادعا کړې چې د ایران د دفاعي او تهاجمي ځواک لویه برخه له کاره لوېدلې او نور د پخوا په څېر د مقابلې توان نه لري.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو دوو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکا په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي، او ایران هم په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو متقابل بریدونه ترسره کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو د سیمې او نړۍ په کچه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه