د ایران ولسمشر مسعود پزشکان وايي، د ایران د ستر شاعر ابوالقاسم فردوسي په شاهنامه کې د ایران د تاریخي او کلتوري هویت ستاینه شوې او د عدالت، مېړانې او وطن پالنې روحیه پکې ژوندۍ ساتل شوې ده. هغه مشهور بیتونه چې وایي:
«چو ایران نباشد تن من مباد
در این بوم و بر زنده یک تن مباد»
نوموړي د شعر تحليل په توګه وايي، یعنې که ایران نه وي، نو زما وجود دې هم نه وي، او په دې خاوره کې دې هېڅوک ژوندی پاتې نه شي؛ د وطن سره د ژورې مینې څرګندونه کوي.
نوموړي زياته کړې، «فردوسي د شاهنامې له لارې د ایران لرغونی تاریخ، فرهنګ او د اتلانو مېړانه تلپاتې کړه. نن هم د ایران خلک او ځواکونه د ظلم او بیداد پر وړاندې د خپل هېواد د امنیت، عزت او سرفرازۍ د ساتنې لپاره ولاړ دي او د خپلې خاورې د دفاع احساس ژوندی ساتي.»


