یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه بنګله دیش کې د شري ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۴۱۵ ته...

په بنګله دیش کې د شري ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۴۱۵ ته ورسېد

راپور: داود جبارخیل

په بنګله دیش کې د شري ناروغۍ د خپرېدو وضعیت خورا اندېښمن پړاو ته رسېدلی، او د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې د قربانیانو شمېر ۴۱۵ ته لوړ شوی دی.

د د روغتیایی خدماتو د عمومي ریاست په وینا، د مې تر ۱۱مې پورې:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ نور ماشومان مړه شوي؛

۶۵ مړینې د لابراتوار ازموینو له لارې د شري ناروغۍ پورې تړلې تایید شوې دي؛

او ۳۵۰ نور هغه ماشومان شامل دي چې د شري ناروغۍ ته ورته نښې یې لرلې.

روغتیايي چارواکو همداراز ویلي چې:

د شري ناروغۍ ۵۰،۵۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې؛

او ۶،۹۳۷ پېښې د لابراتوار ازموینو له لارې تایید شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دا وبا د مارچ له نیمایي راهیسې په چټکۍ سره خپره شوې او اوس د هېواد ډېری سیمې اغېزمنې کړې دي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې:

د اپرېل تر نیمایي پورې د هېواد له ۶۴ ولسوالیو څخه په ۵۸ ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو راپور ورکړل شوی؛

او د ناروغۍ ملي خطر “لوړ” ارزول شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې:

د ثبت شویو ناروغانو ۷۹ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي؛

او شاوخوا یو پر درېیمه برخه ناروغان هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له نهو میاشتو کم دي.

روغتیايي متخصصان وایي، دغه کوچني ماشومان د شري ناروغۍ د سختو عوارضو لکه:

سینه‌بغل،

شدیدې تبې،

خوارځواکۍ،

او د بدن د دفاعي سیستم د کمزورۍ

له امله تر ټولو ډېر له خطر سره مخ وي.

شنونکي باور لري چې د واکسین کم پوښښ، د روغتیايي خدمتونو محدودیت، د نفوسو ګڼوالی او د عامه پوهاوي کمښت د دې ناروغۍ د پراخېدو مهم عوامل دي. نړیوال روغتیايي بنسټونه اوس د بېړنیو واکسیني کمپاینونو او د ماشومانو د ژغورنې لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه