دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډونالډ ټرمپ: که چیرې د ایران مشرتابه غواړي چې زما سره وویني،...

ډونالډ ټرمپ: که چیرې د ایران مشرتابه غواړي چې زما سره وویني، زه کومه ستونزه نلرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په مشرۍ یو پلاوی به په څو ساعتونو کې پاکستان ته ورسیږي.

ټرمپ زیاته کړه چې که په خبرو اترو کې پرمختګ وشي، نو هغه به د ایران له مشرتابه سره لیدو ته چمتو وي.

ټرمپ وویل چې مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او جیریډ کوشنر به نن شپه د پاکستان په وخت اسلام آباد ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر وویل چې که د ایران مشرتابه غواړي له ما سره وویني، زه کومه ستونزه نلرم، موږ په ایران کې له سمو خلکو سره معامله کوو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه