ويب ډیسک
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد په ایوا ښار کې د یوې غونډې پر مهال د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ او ویې ویل، ډېرې نښې شته چې ټاکنو ته به بیا راوګرځي.
که څه هم ډونالډ ټرمپ د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل رسمي دریځ په هکله څه نه دي ویلي، خو د ټرمپ یو شمېر سلاکارانو په راروانو ټاکنو کې د هغه نوماندېدل منلي او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ به ډېر ژر خپل رسمي دریځ اعلان کړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د پخواني ولسمشر د درېیو سلاکارانو په حواله ویلي چې ټرمپ به د منځمهاله ټاکنو وروسته به په رسمي توګه خپله پرېکړه اعلان کړي.


