ليکنه: ډاکټر لطیف یاد
سېستان داحمد شاه بابا له مړینې وروسته دهغه د ځای ناستي تیمورشاه تر مړینې ۱۷۹۳ زېږدیز کال پورې افغانستان ته باج ورکاوه ، خو کله چې په درانیانو کې کورنۍ اختلافات پيدا شول، نو سېستان به کله په هرات او کله به په کندهار پورې تړل کېده. د ایران هېواد هم تره یو ه وخته پورې د کورنیو بوختیاوو له امله ونه شو کولی چې سېستان ونیسي.، خو هغه مهال چې په ۱۸۵۱ زېږدیزکال کې دهرات حاکم یار محمد خان مړ شو، ایران دافغانستان له کورنیو ګډوډیو نه ګټه واخېسته او په سېستان سیمه یې دعوه وکړه او د خپلي ادعا د ثبوت لپاره یې په دې ټینګار کاوه او ویل به یې چې سېستان نادر افشار ته هم باج ورکړی و.ایرانیانو د سېستان یوسېمه ایز( محلي )حاکم علي خان وهڅاوه چې د ایران بیرغ پورته کړي او دده دخوشالولو لپاره یې یوه ایرانۍنجلۍ هم ورته ورواده کړه .په دغه وخت کې د ایران او افغانستان تر منځ پر دغه لویدېز ې پولې سخت کړ کېچ رامینځ ته شوی و. بیاد امیر شیر علي خان په وخت کې چې امیر په کورنیو جګړو کې بوخت و د ایران حکومت له وخت نه ناوړه ګټه واخېسته، د سېستان ولایت (نیمروز ولایت) کې یې پرمختګ وکړاو ځیني سیمې یې ونیولې. کله چې امیر شیر علي دویم ځل واک ته ورسید او کورني ي شورشونه یې غلي کړل د سېستان مسئالې ته یې پام را وګرځید نږدې و، چې د ایران او افغانستان ترمنځ خونړۍ جګړې پیل شي، خو انګریزانو چې تل یې دافغانستان پر ضد سیاسي کړنې ترسره کولي، په ښکاره منځګړیتوب ته چمتو شو.انګرېزانو په ۱۸۷۲ زېږدیز کال کې یو استازي د سرفریډ ریک ګولډ سمېټ Sir Fridric gold smit تر مشرۍ لاندې ددې کار لپاره وګوماره. د افغانستان استازي سید نور محمد شاه او د ایران استازي مېرزا معصوم و، خو دغه تن (ګولډ سمټ) چې په نفاق اچولو کې یې سابقه درلوده، دایران په ګټه فیصله وکړه اوسېستان یې په دوه برخو وویشه اوداکار د افغانستان په تاوان و چې په پای کې یې د انګرېزانو او امیر شیر علي تر منځ اړیکې ترینګلي او خړې پړي شوې. انګرېزانو ددې لپاره چې امیر شیر علي خان خوشاله کړي د ګولډ سمټ پرېکړه یي یوه سهوه وبلله او ۱۶ لکه کلدارې یې د تاوان په توګه ومنلي ،خو امیر شیر علي دغه پېسي قبولي نکړې.
انګریزی هئیت مشر فریډ ریک ګولډ سمېټ د ایراني او افغاني استازو د مشرانو معصوم خان او سید نورمحمد خان په ګډون دوه کاله په سرحدونو کې پلټنې وکړې چې په پای کې په ۱۸۷۳ زېږدیز کال کې یې په لاندې توګه پرېکړه وکړه د هلمند سیند ښکتنۍ برخه یې په دوه برخو ووېشله، هغه ځمکې چې د نادعلي سیند لویدیځ ته پرتې وې په خاص سېستان یې ونومولې او ایران ته یې ورکړې او د نادعلي سیند ختیزې برخې یې چې د ماورای سېستان په نامه ونومول شوې، افغانستان ته یې ورکړې. په ۱۸۹۶ زیږدیز کال کې د هلمند سیند له خپلې اصلي تګلوری (نادعلي سیند) څخه، چې دنادعلي سیند په لویدیزکې موقعیت لري بدل شو . دا چې د ګولډ سمېټ په وخت کې سرحدي ځمکې پرمخ په نښه شوی وې، نو ځکه خو د هیلمند سیند د تګلوري بدلون یو ځل بیا د افغانستان او ایران تر منځ حالات ترینګلي کړل. د ایران او افغانستان دواړو هېوادونو یو ځل بیا له انګلستانه نه ددې لانجې په اوارولو کې دمرستې غوښتنه وکړه، د انګلستان حکومت مکمهان Sir Henry McMahon۰ انګریز د هندي افسرانو په ملتیا ددې کار لپاره راولېږل.
دافغانستان د استازي مشر محمد فقیر خان او د ایران د استازي مشریمین النظام نومیدل. ددې درې واړو هېوادونو استازي په ټولوڅېړنېزو وسایلو سمبال وو. دوي دوه کاله او درې میاشتې یعنې له ۱۹۰۲ نه تر ۱۹۰۵ زېږدیزکلونو پورې په تحقیق او څېړنو لګیا وو.په پایله کې یې سرحدي کرښه له ملک سیاه له غره نه چې د افغانستان په جنوب لویدیځه زوایه کې پرته ده او د سیاه کوه چې د هلمند دهامون په شمال لوېدېزه برخه کې موقعیت لري ترمنځ وټاکل شو ه .چې ۳۵۰ کیلومتره ته نږدې والي لري دغه سرحدي کرښه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لانجمنه کرښه ده او د انګلستان هېواد په منځګړیتوب تعین شوې یوه مصنوعي سرحدي کرښه ده او دیجور بڼه لري.
د ایران او افغانستان تر منځ دا ډول ستونزې په سو یل لویدیزه برخه کې یو ځل بیا په ۱۹۵۱ میلادي کال هغه مهال رامنځته شوې کله چې د افغانستان حکومت د هېلمند او ارغنداب په پراختیایې پروژو پیل وکړ. د ایران هېواد دا موضوع بهانه وګرځوله، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې د اوبو د کمښت شکایت وکړو، چې په پایله کې د امریکې متحده ایالات هېواد منځګړیتوب لپاره را وړاندې شو چې په پای کې د ایران، افغانستان او امریکې متحده ایالاتو د استازو تر منځ په واشنګټن کې خبرې اترې پیل شوې، د امریکې متحده ایالاتو داسې یو وړاندیز وکړ چې، یو فني کمېسون دې جوړ شي ترڅو موضوع په هماغه ځای کې له نږدې وڅېړي او وروسته خپله پرېکړه د واړوهېوادونو ته واوروي. دغو فني متخصصینو چې د امریکې د لویې وچې دریو بېلا بېلو هېوادونو امریکې پروژه یې له نږدې ولیده. دګولډ سمټ او مکمهان تاریخي اسناد او پرېکړي یې له سره وڅیړلې،په پایله کې یې دا رنګه نظر څرګند کړ چې د هیلمند د پروژې بندونه او نهرونه د اوبو دکلنۍ ډیر یدنې پرمهال د سیلاوونو دکنټرول لپاره جوړ شوي او زیاته یې کړه چې دیا دې شوې پروژې د بند اوبه نه دي کمي کړي، بلکې سربیره پر دې د اوبو کلنۍ بهېدنې دکال په اوږدو کې یوه اندازه ساتي. په همدې توګه د ایران دا ادعا یې چې افغانستان دسیند اوبه دایران پر سویل ختېزو خلکو بند وي نا سمه وګڼله او زیاته یې کړه چې د هلمند سیند هغه سیند دی چې (دافغانانو دی) او دا یادونه وشوه چې د ایران جنوب ختېزوخلکو داوبو حق دې د کال په اوږدو کې په هره میاشت کې وټاکل شي دافغانستان هېواد په ۱۹۴۲ زېږدیز کال کې ددې کسیز کمېسون نظریات او پرېکړې ومنلي او دایران هېواد ته یې دکميسیون نظریاتو پربنسټ د خبرو کولو خبر ورکړ، خو د ایران هېواد په هغه وخت کې دکمیسیون پرېکړې او راپورونه ونه منل. چې په پای کې په ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې دواړو هېوادونو د صدر اعظمانو تر منځ خبرې پیل شوې، دې خبرو تر ډیره دوام کړ. چې په بای کې دهیلمند داوبو مسله بیا هم تر ډیره وخته داسېي لانجمنه پاتې شوه او لا هم تراوسه لانجمنه ده .
مکمهان (Sir Arthur Henry McMahon) څوک و؟
مکمهان په برتانوي هند کې یوغښتلی پوځي افسر اوديپلومات وچې د۱۸۶۲ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتې په ۲۸ مه نېټه زیږیدلی و او په ۸۷ کلنۍ کې د۱۹۴۹ زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې په ۲۹ مه نېټه یې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي . دمکمهان پلار(لفټینینټ جنرال چارلس ا لکزینډر مکمهان) Lieutenant-General Charles Alexander McMahonنو مېد چې د۱۸۳۰ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۴ زیږدیزکاله پورې په لاهور ، دهند په حصاراو پنجاب کې یې دجیو لوجیسټ دنده درلودله .
مکمهان خپلې زده کړې دلندن دهيليبيري کالج کې Haileybury College سرته ورسولې او دهند په حتیزې کمپنۍ کې دافسر په توګه وټاکل شو. د۱۹۱۵ زیږدیزکال نه تر ۱۹۱۷ زیږدیز کاله پورې په مصر کې دانګریزانو های کمیشنر High Commissioner و. همداراز د دوه ځلې په بلوچستان کې چیف منسټر Chief Commissioner دنده هم سرته رسولې ده .
مکمهان په پښتو ، هندي ، فارسي او عربي ژبو پوهېده .
نوموړي دافغانستان او ایران تر منځ یوه کرښه هم راکښلې وه چې دافغانستان اوایران په تاریخونو کې یې دمکمهان کرښه بولي .نوموړي ترمړینې وروسته دلندن په ګولډن ګرین ادېره Golders Green Cemetery کې خاوروته وسپارل شو.


