یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍابراهيم رئیسي: امريکا دې پر ایران بندیزونه لغوه کړي

ابراهيم رئیسي: امريکا دې پر ایران بندیزونه لغوه کړي

ويب ډیسک

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې وویل، چې امریکا باید پر ایران لګيدلي بندیزونه لغوه کړي، تر څو د ایران د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې د یو داسې تړون لاسليک ته لاره هواره شي، چې د بېلا بېلو خواوو ګټې پکې خوندي وي.

ابراهیم رئيسي په همدې ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حامد سره کتلي او د ګډې پاملرنې وړ سيمه ييزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه يې ورسره بحثونه کړي دي.

دواړو مشرانو موافقه کړې، چې خبرې اترې او ډيالوګ د ټولو توپيرونو او ننګونو د ليرې کولو لپاره تر ټولو ښه او مناسبه لاره ده.

ښاغلي تمیم بن حامد ویلي، چې د ایران د اتومي تړون خبرې اترې د سيمې د امنیت او ثبات لپاره ډېرې مهمې دي او ټول داسې تړون سترګې په لار دي، چې د بېلا بېلو خواوو ګټې پکې خوندي شوې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه