دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيې د دونیڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د خپلواکو هېوادونو...

روسيې د دونیڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسميت وپېژندل

ويب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په شپه په ټليويزيوني وينا کې اعلان وکړ، چې روسيه د دونیڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسميت پېژني.

د ۲۰۱۴م کال په اپرېل کې، د اوکراين د دونيڅک او لوهانسک ایالاتونو کې د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ کشالې پېل شوې او ورپسې بېلتون غوښتونکو ډېر ژر د دونيڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د جوړولو اعلانونه وکړل.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې امريکې د روسيې د يادې پرېکړې له اعلان وروسته، پر دغه هيواد د لومړي پړاو بندیزونه اعلان کړي او خبرداری يې ورکړی، چې د اړتيا په صورت کې به پر روسيې نور زیات بندیزونه هم ولګوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه