یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناروې وايي: په افغانستان کې به میلیونونه کسان به بې «مرستو» شي.

ناروې وايي: په افغانستان کې به میلیونونه کسان به بې «مرستو» شي.

ويب ډیسک

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي له کابله د ستنېدو پرمهال ویلي، میلیونونه کسان به بې «مرستو» شي.

د ناروي د کډوالو شورا یا NRC عمومي منشي یان اګلنډ، کابل ته تر څو ورځني سفر وروسته بیرته ستون شوی.
هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «افغانستان په درانده زړه سره پریږدم، د هوا درجه منفي شل ده چې مونږ کابل پرېږدو.»

ښاغلي اګلنډ خبرداری ورکړی چې میلیونونه کسان به ترهغې له مرستو بې برخې وي چې مونږ بیا ښځو سره د کار اجازه نه وي ترلاسه کړې.

ښاغلي اګلنډ تردې وړاندې رسنیو ته ویلي چې طالبان باید ښځو ته د کار او زده کړو د اجازې ورکولو یو نوی فرمان صادر کړي، چې په دې سره دوی حاضر دي افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې افغانستان کې ۴۷۹ ښځينه کارکوونکي لري چې هلته ۷۰۰ زره اړمنو ته د مرستو رسولو په برخه کې یې کار کاوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه