دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا: د اونۍ تر پایه افغانستان کې د تودوخې درجه منفي ۳۵...

اوچا: د اونۍ تر پایه افغانستان کې د تودوخې درجه منفي ۳۵ ته رسیږي

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ سازمان خبر ورکړی دی چې د روانې اونۍ تر پایه به د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخي درجه د ساتني ګرید تر منفي ۳۵ درجو ته ورسیږي. دغه بنسټ ویلي دي چې د ښځینه مرسته رسوونکو د نشتوالي له کبله د مرستو رسولو بهیر اغیزمن شوی دی.

د یوې اونۍ را په دیخوا شدیدې یخنۍ او واورې وریدنې د افغانستان د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړي او د یو شمیر ولایتونو مرکزونو ته مواصلاتي لارې بندې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ سازمان (اوچا) په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز ته په اشارې سره ویلي دي، که څه هم د بشردوستانه مرستو کارکوونکو اړمنو کورنیو ته ژمني بستې د هغو له جملې څخه ګرم کوونکي وسایل، د ګرمو جامو او سوون توکو د خریدارۍ له پاره نقدې پيسې رسولي دي، خو د ښځو پر کار تر بندیز لګول کیدو وروسته د مرستو رسولو بهیر ډیر اغیزمن شوی دی.

په سرپل ولایت کې طالب چارواکو ویلي دي چې د سړې هوا له کبله یو شمیر معتادینو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونو څاروي هم مړه شوي دي. د افغانستان په سویل کې له کندهار ولایت څخه هم رپوټونه وایي چې د سړې هوا له کبله ښوونځي رخصت کړای شوي دي.

طالبانو د یوې پریکړې په ترڅ کې ښځې او نجونې په غیر دولتي بنسټونو کې له کار کولو او تحصیل څخه منع کړي دي. دې پریکړې ډیر شمیر مرسته کوونکي سازمانونه چې اکثره کارکوونکي یي میرمنې وې په غوسه کړل. ډیر شمیر دغو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه