دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ايران د دفاع پخوانی مرستيال وزير د جاسوسۍ په تور ...

د ايران د دفاع پخوانی مرستيال وزير د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

ویب ډیسک

د ایران اسلامي جمهوري دولت د دفاع وزارت پخوانی مرستيال وزیر علي رضا اکبري چې په جاسوسۍ تورن ؤ، نن شنبه د مرغومي ۲۴مه نېټه اعدام شو.

د ایران د قضايه قوې د رسنيو مرکز ويلي، چې ايراني الاصله برتانوی علي رضا اکبري د انګليس دولت اطلاعاتي دستګاه ته د جاسوسۍ له لارې د هېواد کورني او بهرني امنيت پر ضد د اقدام په تور په اعدام محکوم شوی ؤ.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت له لوري د ټولو اعدامونو موخه د وېرې رامنځته کول دي. دغه سازمان د ایران حکومت له لوري د علي رضا اکبري اعدامول له اروپايي هېوادونو يو ډول باج ګيري اخيستل ګڼي ترڅو پر دغه هېواد سياسي فشارونه کم کړي.

د برتانيا صدراعظم ريشي سونک دغه اقدام محکوم کړی او دا یې يو بې رحمه اقدام ګڼلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه