د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر: په لاهور کې راسره د سیاسي غچ اخیستنې چلند شوی

0
26

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ادعا کړې چې په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف د وژل شوي فعال اشتیاق احمد له کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره د هغه د ورتګ پر مهال د پنجاب حکومت او پولیسو له لوري له سیاسي غچ اخیستنې، سخت چلند او لاسوهنې سره مخ شوی دی.

سهیل افریدي د تحریک انصاف د مرکزي عمومي منشي وکیل سلمان اکرم راجا او د پنجاب اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر ملک احمد خان بچر په ملتیا د وژل شوي فعال کور ته ورغلی و. د هغه د ورتګ پر مهال د کور شاوخوا د پولیسو دروند حضور او خنډونه لیدل شوي وو.

افریدي ادعا کړې چې د پنجاب حکومت هڅه کړې هغه له ځان سره یوسي او وروسته یې په سړک کې پرېښی دی. نوموړي ویلي، د یوه صوبايي اعلی وزیر پر وړاندې د داسې چلند هڅه جدي موضوع ده.

نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او ارام پاتې شي. افریدي ویلي، دوی لاهور ته د سیاسي غونډې یا لاریون لپاره نه دي تللي، بلکې یوازې یې غوښتل د وژل شوي فعال له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړي.

تحریک انصاف هم د پنجاب پولیسو چلند غندلی او دا یې د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر پر وړاندې ناسم او د غندنې وړ عمل بللی دی.

تر اوسه په دې اړه د پنجاب حکومت او پولیسو له لوري د یادو ادعاوو په تړاو د دوی دریځ په دې راپور کې نه دی ورکړل شوی.