د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د ګڼو وسلهوالو ډلو یادونه شوې ده.
نوموړي له یوه عربي ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې د افغانستان واکمن حکومت په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره وسلهوالو ته روزنه ورکوي. هغه ویلي، د پاکستان غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
چودري زیاته کړې چې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو په اړه د اسلاماباد دریځ دا دی چې افغانستان باید د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، که د مکې په تړون کې پر یوه غړي هېواد برید وشي، د تړون درې واړه غړي به د غبرګون لپاره ګډ کاري پلان جوړ کړي او د هغه له مخې به اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، د دفاعي تړونونو د پوځي اقداماتو څرنګوالی عموماً له خلکو سره نه شریکېږي، ځکه د پوځي او امنیتي چارو اړوند معلومات محرم وي.
د هغه په وینا، د مکې تړون دفاعي بڼه لري او موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري او په سیمه کې د ثبات او سولې ساتل دي.


