مجاهد: د افغانستان د پراختیا ډېری پروژې د هېواد له کورنۍ بودجې تمویلېږي

0
11

د افغانستان د واکمنې ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په هېواد کې د پراختیايي پروژو د تمویل لپاره پر کورنیو سرچینو او د دولت پر بودجه ډېره تکیه کېږي.

مجاهد د کندهار په ولایت کې د ځمکني ترانسپورټ د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، پخوا په افغانستان کې یو شمېر پراختیايي چارې د بهرنیو هېوادونو د خپلو موخو او ګټو له مخې ترسره کېدې؛ خو اوس د حکومت پروژې د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ طرحه کېږي.

د نوموړي په وینا، د هېواد د پراختیا لپاره روانې پروژې د افغانستان له کورنۍ بودجې تمویلېږي او د کوم بهرني هېواد په غوښتنه نه عملي کېږي.

د کندهار د ترانسپورټ رئیس مولوي ادم وویل، د ترانسپورټ وزارت په دغه ولایت کې د سړکونو د سمون، مدیریت او زیربناوو په برخو کې یو شمېر پروژې پلي کوي. نوموړي د دغو چارو د کیفیت او د کار د معیارونو د مراعاتولو ډاډ هم ورکړ.

د کندهار ځینو اوسېدونکو ویلي، د زیربناوو پراختیا کولای شي د کار زمینه زیاته کړي، اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي او د بېوزلۍ په کمېدو کې مرسته وکړي.

د واکمنې ادارې چارواکي د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او له بهرنیو مرستو څخه د اتکا د کمولو لپاره زیربنايي پروژې له مهمو لومړیتوبونو څخه بولي.

د قوش‌تېپې کانال، د حلقوي سړک د جوړولو او بیارغونې چارې، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو نل‌لیکې (ټاپي) او د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژه د هغو لویو پروژو له ډلې دي چې د هېواد د اقتصادي او سیمه‌ییزې نښلونې لپاره پرې کار روان دی.

د واکمنې ادارې چارواکي وایي، د دغو پروژو له لارې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګري، د ترانسپورټ او انرژۍ اړیکې او د کار زمینه پراخېدای شي.