په ۲۰۲۵ کال کې اقلیمي پېښو د نړۍ د ۱۷۱ میلیونو زده‌کوونکو زده‌کړې ګډې وډې کړې

0
31

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۷۱ میلیونه زده‌کوونکي د اقلیمي پېښو له امله د ښوونیزو چارو له ګډوډۍ سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د اغېزمنو زده‌کوونکو ۶۶ سلنه له دې امله له زده‌کړو پاتې شوي چې ښوونځي تړل شوي وو. ۲۱ سلنه زده‌کوونکي بیا د ښوونځیو د زیانمنېدو یا د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د پناه ځایونو په توګه د کارېدو له امله پر وخت خپلو ټولګیو ته نه شوای ستنېدای.

راپور وايي، ځینو زده‌کوونکو له لرې لارې زده‌کړې ته مخه کړې، د زده‌کړې ساعتونه یې کم شوي، د ښوونځیو بیا پرانیستل ځنډېدلي او د ښوونځیو فزیکي لاسرسی محدود شوی دی. په ځینو سیمو کې د زده‌کوونکو د ښوونځي پرېښودو خطر هم زیات شوی دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د ۱۷۱ میلیونو اغېزمنو زده‌کوونکو ۷۵ سلنه په ټیټ عاید او ټیټ منځني عاید لرونکو هېوادونو کې دي.

په ۲۰۲۵ کال کې توپانونه د نړۍ په کچه د ښوونیزو چارو د ګډوډۍ تر ټولو لوی لامل وو او شاوخوا ۱۰۹ میلیونه زده‌کوونکي یې اغېزمن کړي دي. سېلابونو بیا لږ تر لږه ۷۰ میلیونه زده‌کوونکي اغېزمن کړي، په داسې حال کې چې د سختې ګرمۍ له امله په لږ تر لږه ۱۰ هېوادونو کې شاوخوا ۵۰ میلیونه ماشومان له ښوونیزو ګډوډیو سره مخ شوي دي.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د اقلیمي پېښو له امله د ښوونیزو چارو ګډوډۍ تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې او سېلابونو په همدې میاشت کې ۲۸ میلیونه زده‌کوونکي اغېزمن کړي دي. د اکتوبر په میاشت کې په ۲۳ هېوادونو کې د اقلیمي پېښو له امله درسي چارې ځنډول شوې وې.

د یونیسف د هېوادونو په جدول کې پاکستان هم شامل دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې ۲۸ میلیونه او ۸۳۲ زده‌کوونکي د سېلابونو له امله د ښوونیزو چارو له ګډوډۍ سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، اقلیمي پېښې د ښوونځیو ودانیو، درسي توکو او د اوبو او برېښنا خدمتونو ته زیان رسولی او په ځینو مواردو کې ښوونځي د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د لنډمهاله پناه ځایونو په توګه کارول شوي دي.

یونیسف وايي، د اقلیمي پېښو له امله د زده‌کړو د ګډوډۍ اټکل ښايي تر ثبت شوې کچې ټیټ وي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې له جګړو او نورو بحرانونو سره مخ دي. د ادارې د ارزونې له مخې، په دغو بحراني هېوادونو کې د اغېزمنو زده‌کوونکو شمېر شاوخوا ۹ میلیونه کم ثبت شوی اټکل شوی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د اقلیمي پېښو له امله د زده‌کړو دوام له جدي ستونزو سره مخ دی او له حکومتونو او همکارو ادارو یې غوښتي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خوندي او پیاوړي ښوونیز نظامونه جوړ کړي، د ښوونځیو د زیانمنېدو مخه ونیسي او د بیړنیو حالاتو پر مهال د زده‌کړو د دوام لپاره چمتووالی ولري.