ويب ډیسک
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د دغه سازمان لخوا د بشري مرستو اندازه کمه شي، افغانستان ته استول شوې نغدي مرستې هم کمېږي.
د دغه سازمان په وینا، افغانستان ته نغدي کڅوړې نه د افغانستان په مرکزي بانک کې زېرمه کېږي او نه هم طالبانو ته ورکول کېږي، بلکې په مستقیم ډول افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر بنسټونو وېشل کېږي.
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد پروسه د تېر کال ډسمبر میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو څو میاشتې وروسته پیل شوې چې اندازه یې شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې له دې نغدي کڅوړو به تر ۲۵ میلیونو زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کار واخیستل شي چې مرستو ته اړتیا لري.
دې وروستیو کې د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ویلي، که طالبان په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لغوه نه کړي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي کولی.
ښاغلي ګریفیتس زیاته کړې چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ برخه کې له خپلو ژمنو شاته شوي دي.


