یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اسټراليا کرکټ مشر وايي : د بشري حقونه سیاست نه دی.

د اسټراليا کرکټ مشر وايي : د بشري حقونه سیاست نه دی.

ويب ډیسک
د افغان لوبغاړو او یو شمېر افغانانو له پراخ غبرګون وروسته د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشر نیک هاکلي له خپل دریځه دفاع کړې او ویلي یې دي چې “بشري حقونه سیاست نه دی.”

نیک هاکلي وایي، دا یو ډېر ستونزمن او غمجن حالت دی. موږ دا پرېکړه په اسانه نه ده کړې او له خپل حکومت سره مو په پراخه کچه مشوره وکړه. موږ هیله درلوده چې دا لوبلړۍ ترسره کړو، خو د طالبانو وروستي حکمونه د دې لامل شول، چې له دغو لوبو په شا شؤ.

تېره ورځ د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو بندیزونو غبرګون کې اسټرالیا هغه لوبې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرلیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د استرالیا دا پرېکړه سیاسي، غیرعادلانه، له وخت وړاندې او د افغان ولس لپاره ستر شاتګ بللی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د کرېکټ له نړیوالې شورا سره خپل دریځ شریک کړي.

خو د اسټرالیا حکومت او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د سپورټ وزیرې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

بله‌خوا یو شمېر افغانانو بیا د اسټرالیا د دې پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې لوبغاړي باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي. که ښځې او نجونې په هېڅ ډګر کې د کار کولو اجازه نه لري، دوی هم باید استعفا ورکړي.

د اسټرالیا دې پرېکړې په غبرګون د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان د اسټرالیا سوداګریز لیګ بېګ‌باش سره د پرېکون ګواښ هم کړی.

طالبانو دې وروستیو کې په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې پر کار کولو بندیز ولګاوه، چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه