ويب ډیسک
ملګري ملتونه وايي، مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، د مرستو وېش سخت اغېزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، وروستیو ورځو کې د افغانستان د تودوخې درجه منفي ۳۵ درجو ته رسېدلې ده.
اوچا ویلي، بشري همکاران له اړمنو کورنيو سره د تودوخې وسايل، د سوند توکو لپاره نغدې پیسې او ګرمو جامو په ګډون د ژمنيو کڅوړو مرسته کوي. خو له هغه وروسته چې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، د مرستو د وېش لړۍ سخته اغېزمنه شوې ده.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس ویلي ؤ، موږ له ۲۸ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره افغانستان کې یو او دا د نړۍ په کچه د بشري مرستو تر ټولو لوی پروګرام دی. د طالبانو دا پرېکړه به زموږ د مرستو رسولو پر ظرفیت اغېز وکړي.
د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون څو لویو نادولتي موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول او ملګرو ملتونو هم له دغه هېواد سره د مرستو کمولو ته دوام ورکړی.


