ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ځوانانو عالي شورا لومړۍ غونډه، نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د هیواد لومړي مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې په ټول افغانستان کې د ځوانانو عالي شورا د ټاکنیز بهیر لنډ ویډیویي راپور نشر شو.
د ځوانانو عالي شورا د اساسي قانون د ۶۴ مادې په رڼا کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ۸۳ ګڼې فرمان په منظورۍ د هیواد د ځوانانو د وضعیت د پیاوړتیا او ښه والي په موخه ایجاد شوه.
د غونډې په دوام د ځوانانو عالي شورا انتخابي او انتصابي غړو د غونډې ګډونوالو ته ځانونه معرفي او د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو مرستیال، د یادې شورا کاري طرزالعمل وړاندې کړ.
د اجنډا مطابق د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست په درې برخو چې لومړۍ برخه یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په جوړښتونو کې د ځوانانو د رول او حضور تر عنوان لاندې ده، د ځوانانو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کړنو تحلیلي راپور غونډې ته وړاندې کړ.
همداراز د اطلاعاتوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین په درې برخو (د ځوانانو چارو معینیت د تشکیلاتي او تعییناتي جوړښټ، املاک او جایدادونو د وضعیت او مالي چارو) په اړه د یاد معینیت د کړنو راپور د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ.
وروسته د ځوانانو عالي شورا دوو تنو غړو د نورو په استازولۍ د سولې، له ټولو عالي شوراګانو سره د همغږۍ، د ځوانانو عالي شورا ځوانو غړو ته د مشخصو ادرسونو د ایجاد، د تخنیکي او لوژستیکي اسانتیاو او منتخبو ځوانانو ته د اعتبار نامو د ورکړې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه، له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو ووسته د ځوانانو عالي شورا د لومړۍ غونډې ترسره کېدو د مبارکۍ پر مهال دا یو ستر ویاړ وباله او له ځوانانو یې مننه وکړه چې په یوه شفافه پروسه کې ټاکنې ترسره کړې وې ویل، د دغې شورا ایجاد باید د تاریخي ګام په توګه ثبت شي.
جمهوررئیس ځوان قشر د ټولنې د پراخو فکري او ټولنیزو شبکو په توګه وباله وې ویل، په هیواد کې د ۴۲ کلنې جګړې یو لامل دا وو چې ځوان نسل یې ووېشه او پر کوچنیو هویتونو یې بدل کړ. زموږ هر ځوان باید اوس دا پرېکړه وکړي چې د افغانستان کومه ستونزه حلولی شي او ځوانان باید په هره برخه کې مشخصې طرحې ولري.
جمهوررئیس غني پر دې په ټینګار چې زموږ اساسي موخه د ملت جوړولو بهیر دی وویل، افغانستان کې پر ۳۲ ژبو خبرې کېږي او د هرې ژبې ویونکی باید ځان خوندي حس کړي.
جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د ځوانانو چارو معینیت او ځوانانو عالي شورا باید تفکیک شي، دا شورا د ملي بحث لپاره یو بنسټ وباله او زیاته یې کړه، د ځوانانو عالي شورا باید مشخصه اجنډا ولري او د بحث لپاره دې پنځه اصلي موضوعات انتخاب کړي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ځوانان باید د عوایدو د شفافیت په برخه کې د ستونزو د حل او عوایدو کې د فساد د مخنیوي، چاپېریال ساتنې مسایلو او دولت کې د اصلاحاتو په اړه بدیلې طرحې وړاندې کړي، دغه طرحې باید عملي او د پلي کېدو وړ وي او د تغییر د ایجاد لامل شي.
همداراز جمهوررئیس له ځوانانو وغوښتل چې د هیواد په بهرني سیاست کې ونډه واخلي او پخپلو طرحو د اسیا پر څلورلارې او اتصال نقطې د هیواد بدلېدو ته زمینه برابره کړي.
جمهوررئیس غني د دولتونو د پرځان بسیاینې په برخه کې د دیاسپورا ارزښت ته په پام د ځوانانو د رضاکارانه بنسټونو پر ایجاډ ټینګار وکړ او د ځوانانو عالي شورا یې وغوښتل چې د بودجې موضوع د یوه بحث په توګه په پام کې ونیسي او پر یوې شفافې، اغېزناکې او ګټورې بودجې بحث او خبرې وکړي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ځوانانو چارو معینیت، لوړو زده کړو وزارت او اترا ادارې ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.


