دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي د خوست په صبریو کې د ملکي وګړو پر وژل...

حامد کرزي د خوست په صبریو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې

ویب ډیسک
پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوست په صبریو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې او ددې پېښې د څېړلو غوښتنه یې کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حامد کرزي د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د تیرې شپې هغه پوځي عملیات چې د ښځو او ماشومانو په گډون عام افغانان وژل شوي غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکې کړې.

حامد کرزي له حکومت څخه ددې پېښې د څیړلو تر څنگ په کامله توګه د ورته عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې.
کرزي جگړه کې له ښکیلو اړخونو غوښتنه کړې څو د سولې لپاره صادقانه او عاجل گامونه اوچت کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه