ویب ډیسک
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالله ننګیال ویلي چې پولیسو د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی دی.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د منظور د نیول کېدو د ځای او په دې اړه نور جزیات نه لري.
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د پاکستان رسمي سرچینو او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو تر اوسه د دغو دوو مشرانو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بلخوا خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په جاني خېلو سيمه کې تر یوې اونۍ پرلت وروسته نن یکشنبه دغو پرلتوالو د پاکستان د پلازميني اسلام اباد پر لور له څلورو مړیو سره لاریون پېل کړ.
پولیسو د پي ټي ایم مشر منظور پشتین نیولی دی.
اړه لرونکي ليکني


