ویب ډیسک
د مصالحې عالي شورا ځانګړي استازي غازي نواز تڼي اسلام اباد کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پر افغان سوله او ددې پروسې پر کامیابولو خبرې کړې دي.
د مصالحې عالي شورا سلاکار او ځانګړي استازي د افغان سولې برخه کې د پاکستان نقش مهم بللی او ویلي دي، چې د سولې برخه کې د پاکستان همکاري لازمه ده.
په ورته مهال د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سولې پروسې کامیابېدو کې د پاکستان له خوا خپله ژمنه تازه کړې او ویلي دي اسلام اباد به دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ویلي د روانې جګړې حل لاره سیاسي توافق کې دی او د پاکستان پلاوی به د افغانستان په اړه د ترکیې ناسته کې برخه واخلي.


