یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس غني په رسمي سفر تاجیکستان ته ولاړ

جمهوررئیس غني په رسمي سفر تاجیکستان ته ولاړ

ویب ډیسک

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجیکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړ.

 

جمهوررئیس به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هیواد د پارلمان رئیس سره په کتنو کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

 

همداراز د هیواد جمهوررئیس به د دې سفر په جریان کې د تاجیکستان ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رئیس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه