لیکوال: لطیف یاد
که څه هم دا خبره په دقیقه توګه معلومه نه ده چې په افغانستان کې دنوروز دورځې لما نځل کله پیل شوي دي ،خوسره له دې هم دځینو موثقو تاریخې روایتونو پر بنسټ دغه ورځ دتاریخي پلوه ډیره لرغونې ده، په لرغوني اریانا کې هم دغه ورځ لمانځله کیدله چې دغه ورځ په منځنیوپیړیو اوبیا په معاصر افغانستان کې هم لا تراوسه لما نځله کیږي.
نوروز دنوي کال ورځ ده او په افغانستان کې دپسرلي دپیل کیدو دورځې په نامه یادیږي . همداراز دا ورځ ددهقان یا بزګر دجشن په نامه سره هم یادیږي .
نوروزیا دنوي کال ورځ نه یوازې په افغانستان کې لمانځله کیږي بلکې دنړۍ په ډیرو هیوادونو لکه: ایران، تاجیکستان ، ازبیکستان، قزاقستان ،ار منستان ، آذربا ئیجان ، ترکیې ، کردي عراق ، دپاکستان په ځینوبرخو ، دروسیې په یو شمیرجمهوریتونو لکه باشکیر او تا تارستان اوهم د چینې ترکستان په شین جیانګ ایا لت کې چې خلک یې ایغور او ترک توکمه دي هم لمانځله کیږي.
ترهغه ځایه چې زما په یاد دي په افغانستان کې دغه ورځ نه یوازې دپارسی ژبو خلکو له خوا لمانځله کېدله ، بلکې دافغانستان په ټولو پښتنو سیمو او دنوروتوکمونو خلکو له خواهم لمانځله کیدله.
زما دسترګو لیدلی حال دی چې د افغانستان په کلیو اوښارونو کې به دنوروز په ورځ خلکو نوې جامې اغوستلې ، ځیني ملي سپورتونه به ترسره کیدل او هم به دنوروز میلې کیدلې او ډول ډول خواږه څیزونه لکه جلبۍ ، نقل ، میټا یي او نورشیان به پکې خرڅیدل او خلکو به هګیو ته شنه او سره رنګونه ورکړي وو او هګۍ به یې جنګولې ، په همدې ورځې به دښځو ځانته جلا جلا میلې وې او نجونو به پکې ټالونه اچول اوزنګیدلې به او بنګړي خرڅوونکو ښځو به پکې بنګړي خر څول .
دافغانستان په ټولو لویوښارونو کې به دنوروزپه ورځ میلې کیدلې په تیره بیا دمزارشزیف دنوروز میله چې د ( ګل سرخ ) په نامه یادیږي او دډدیرو کلونو راپه دیخوا ددولتي مراسمو په ترسره کولو لمانځله کیږي یوه مشهوره میله ده چې نه یوازې دمزارشریف ښاریان پکې ګډون کوي ، بلکې دبلخ ړلا یت دګاونډیولایتونو خلک هم پکې ګډون کوي او پخوابه چې په افغا نستان کې امنیت ښه و دپاکستان او ایران او تاجیکستان نه هم خلک ورته رتلل.
دهرات په ولایت کې هم خلک دنوروزتاریخي ورځ لمانځله په تیره بیاخلکو به دهرات دښار په بیلابیلو ځایونو په تیره بیا په تخت صفر،ګازرګاه او دسلطان صاحب په زیارت کې به دنوروز میلې کیدلې چې مادغه میلې پخپله لیدلې وې .
په کندهار کې به هم خلک دنوروزپه ورځ زیاتره دبابا ولي صاحب زیارت ته تلل او دنوروز میلې به یې لماڼځلې چې ما پخپله په دغو میلو کې ګډون کړی و.
به کابل کې دنوروز په ورځ په جمال مینه کې چیرته چې دسخي زیارت دی هرکال په پرتمینو مراسموسره لما نځله کیږي .همداراز دکابل په غازي سټیډیم کې دغه ورځ دحکومت له خوا ددهقان یا دبزګر دورځې په نامه لمانځله کیدله چې دکابل او دکابل داړوندوولسوالیو بزګرانو به دخپلو کرنیزو وسایلو او خپلو څارویولکه دیوې دغوایانو ، پسونو اوښکرورو ګډانو سره پکې ګډون کاوه.
دلغمان په ولایت کې به دغه میلې دمهترلام بابا په زیارت کې تر سره کیدلې چې د لغمان خلک ورته دبابا صیب زیارت وایی.
دافغانستان په نورو ولایتونو کې هم دغه میلې په کلیو ،بانډو ، دولسوالیو په مرکزونو او دولایتونو په مرکزونو کې ترسره کید لې ډیروخلکو به پکې کډون کاوه .
خلک ځکه نوی کال خوښوي چې ونې پکې شنې کیږي اوټولې میوه لرونکې او بې میوې ونې پکې ګلان کوې ا ودکرنې اوزراعت له پلوه هم مهم ګڼل کیږي ځکه دپسرلي په پیل کیدو سره خلک خپلو کښتونو ته تیاری نیسي او نوې ونې او ګلان کري.
دهمدې نوي کال برکت دی چې په بیلا بیلو ولایتونو کې خلک پسر لنۍ میلې او مشاعرې جوړوي لکه په جلال آباد کې دنارنج دګل دودیزه مشاعره ، په مزار شریف کې دګل سرخ میله او مشاعره ، په هرات کې دانګور دګل مشاعره ، په پروان او ګل غنډۍ کې دارغوان میله او مشاعره ، په کندهار کې دانار ګل مشاعره ، په لوګر کې دسنځل ګل مشاعره ، په زابل کې دبادام دګل مشاعره او نورې ورته مشاعرې.
دهیواد په هغو سیمو کې چې زموږدري ژبې ورونه اوسیږي په هغو کې دنوروز لپاره ځانګړي تر تیبات نیول کیږي دبیلګې په توګه دهفت میوې جوړول او دسمنک پخول پکې رواج لري چې دا دود اوس هم ژوندی دی . هفت میوه اووه ډوله وچه میوه ده چې دنووروز نه پنځلس یا شل ورځې دمخه په اوبوکې خیشته کیږي او دعه وچې میوې لکه ممیز ( کشمش ) ، بادام . چارمغز( غوزان) ، پسته ، سنځلې او نورې میوې په اوبو کې اچول کیږي او بیا دغه میوې او اوبه یې دنوروزپه ورځ خوړلې کیږي اودنوي کال په ورځ خلک به یو دبل کورونو ته ځي او خوشالۍ کوي اویوبل ته دنوي کا ل مبارکي وایي.
همداراز هغه کسانو چې نوي کوزده( کوژدن ) کړې وي دخپل ژوند ملګرې کورنۍ ته په نوروزیا دنوي کال په ورځ جلبۍ او کبان وړي.
لنډه داچې دعه ورځ دیوه تاریخي دود په توګه اوس هم دخلکو له خوا لمانځل کیږی


