یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد فاع وزارت وايي، د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل یې...

د فاع وزارت وايي، د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل یې نیولی

ویب ډیسک

د افغانستان دفاع وزارت نن دوشنبه ویلي چې یاد کس په شیرزادو ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو د عملیات پر مهال نیول شوی دی.
“ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل «شفیق الله» د ۲ تنو شکمن کسانو سره یو ځای ونیول شو.”

د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې په بغلان ولایت کې د طالبانو یو ازاد شوی غړی د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد وزارت ویلي چې د طالبانو یاد غړی تېر کال له محبس څخه ازاد شوی و او زیاتوي چې یو ځل بیا د طالبانو له لیکو سره یو ځای شو:” نوموړي په کندوز ولایت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوولیت پر غاړه درلود.”
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه