ویب ډیسک
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، اچین ولسوالۍ شنه لکړه سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې غړی حضرت علي مشهور په ابو سعید اعظم له دوه نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی دی.
د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعي څخه په خپره شوي خبرپاڼه کي راغلي نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون ډله ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو سره او ان په عراق، سوریه او د بلجیم هیوادونو د داعش غړو سره اړیکې درلودې او هم یې د عامه ولسونو په زړونو کې د ویرې خپرولو په هدف د یادې ډلې لپاره تبلیغات کول.
عملیاتو کې له نوموړي سره وسلې او مهمات هم نیول شوي.


