ويب ډیسک
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر اتمه نېټه اعلان وکړ، چې پر ۵۱ امريکايي اتباعو يې بنديزونه لګولي، ځکه دغو کسانو د ايران د عالي رتبه قوماندان قاسم سليماني په ترور کې رول لوبولی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت پر ويبپاڼې د بنديزونو په لېست کې راغلي، چې د امريکا د لویو درستيزانو د جرګې رئيس مارک ميلي او په امنيتي چارو کې د امريکا د پخواني ولسمشر سلاکار روبريرټ اوبراين په دغه نوملړ کې شامل دي.
تر دې مخکې ايرانايران: د اټومي تړون د بيا پلي کولو خبرې اترې په ښه لوري روانې دي د همدغه دليل له کبله د امريکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخواني خارجه وزير پومپيو بنديزونه لګولي وه.
د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګې عمومي قوماندان جنرال قاسم سليماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ پر ۳مه نېټه د عراق د بغداد هوايي ډګر دباندي د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله وژل شوی. د ايران په اند د امريکا دغه کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي او د دولتي ترهګرۍ د کړنې په توګه بلل کيږي.


