په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم له خپلې دندې استعفی ورکړه.

0
141

ويب ډیسک

نوموړي نن دوشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نور یې پر دغه دنده خپل موثریت نه لیده نو ځکه یې دنده پرېښودل: “زه کار د معاش لپاره نکوم.

باید خپل موثریت ووینم. نور می دغه موثریت نه لید. نه له فکری اړخه او نه هم له تخنیکی اړخه.”

هغه زیاته کړې چې له تیرو پنځو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې د سفارت مصارف یې د شته امکاناتو څخه برابرول.

جاوید احمد قایم ویلي چې د سفارت د اجناسو اووه مخیزه مکمل لست او د سفارت په اکاونټ کې د پاتې پیسو حساب یې له کابل سره شریک کړي دي.
قایم همدارنګه ویلي که چیري اړتیا پیدا سي بیا هم خدمت ته حاضر دی.