د‌ ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی د‌ ټاپي په پروژه خبرو لپاره کابل ته سفر کړي

0
109

ویب ډیسک

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن (د جنورۍ اتمه) کابل ته تللی دی.

 

د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پلاوي له دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړې دي.

 

په کابل کې د دې پلاوي د لیدنو او خبرو په اړه تفصیل لا مخې ته نه دی راغلی.

 

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستانافغانستان، پاکستان او ترکیه له طالبانو څخه وغوښتل چې د مذاکرې میز ته راوګرزي او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه.

 

د دې پروژې له لارې به ګېس او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او له هغه ځایه هند ته انتقال شي.