ويب ډیسک
د ازبیکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا ستونزه حل شوې ده او یاده برېښنا په بشپړه توګه بېرته وصل شوې ده.
راپورونه د ازبیکستاني چارواکو له قوله وايي، چې ازبیکستان له افغانستان سره د ۲۲۰ کیلوواټه په ظرفیت سره د برېښنا د تامین ژمنه کړې ده.
ازبیکستاني چارواکو زياته کړې، چې دوی به د افغانستان له نوي حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه راز به په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په صورت کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي


