ويب ډیسک
د کډوالو د حقونو فعالین وايي، چې د جو بایډن حکومت په دې کار سره د خطر سره مخ افغانانو په برخې کې د مرستې کولو لپاره په خپلو ژمنو نه دی ولاړ.
د امریکا د تکزاس په ایالت کې د کډوالۍ مدافع وکیلې کیتلین رووي اسوشییټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، چې تازه د هغې د پنځو مؤکلینو غوښتنلیکونه چې یو یې د افغانستان د پولیسو پخوانی غړی دی، رد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا تابعیت او کډوالۍ ادارې ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي دي.


