یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ډزو پېښې د امريکې یوه لویه ستونزه ده

د ډزو پېښې د امريکې یوه لویه ستونزه ده

ويب ډیسک

سي اېن اېن خبر ورکړ، چې د روان کال د ډسمبر تر ۲۱مې نېټې پورې د امريکې په جاکسون ښار کې د وژنې ۱۵۰ قضيې پېښې شوي چې په زیاترو پېښو کې وسلې کارول شوي دي، دغه شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د امريکې د پوليسو شمېرنې ښيي، چې په ياد ښار کې په هر سلو زرو وګړیو کې د وژنې 97.6 قضيې رامنځته شوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې دغه انډول د امريکې په هر سلو زرو وګړیو کې 6.5 قضيې یادې شوې وې، له دې څخه ښکاري چې د جاکسون ښار د وژنې انډول ډېر لوړ دی.

د امريکې خبري رسنیو ويلي، چې د ډزو د پېښو له زیاتوالي څخه د جاکسون ښار د ټولنې او سياست ډېرې ستونزې ښکاره شوې دي.

د سي اېن اېن د خبر له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امريکې دوه پر درېيمه لویو ښارونو کې د وژنې قضيې د تېر کال په نسبت زياتې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه