ويب ډیسک
سپينې ماڼۍ د روسیې او ناټو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند ډنالډ ټرمپ څرګندونې «وېروونکې او بېځایه» وبللې.
ټرمپ له دې مخکې په سویلي کورولینا ایالت کې په خپلو خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ناټو له متحدینو د روسیې د بریدونو په وړاندې ساتنه کوي که نه، ویلي: «نه، له تاسو ساتنه نه کوم، په اصل کې دوی (روسیه) هڅوم چې هر کار وغواړي ترسره یې کړي.»
د سپينې ماڼۍ یو ویاند اندروبیتس د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته ویلي: «د وینې تویونکي رژیم لهخوا زموږ د متحدینو په وړاندې یرغل ته هڅول، د کرکې وړ او ناانډوله دي او د امریکا ملي امنیت، نړیوال ټیکاو او زموږ ثبات له خطر سره مخ کوي.»


