ويب ډیسک
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراجالحق د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون رییس ټاکنو کې په «جعلکارۍ» تورن کړی دی.
هغه وايي چې د ټاکنو پایلې «د پراخې درغلۍ او جعل» له امله د منلو وړ نه دي او د دې کمیسیون رییس باید ګوښه شي.
سراجالحق همداراز د ټاکنو بهیر د څېړلو لپاره د یوه خپلواک کمیسیون د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
هغه د پنجاب له خوا د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د مشر نوازشریف په ګټه رایو کې له درغلۍ اندېښنه څرګنده کړې او ادعا کوي چې د ټاکنو پایله کې لاسوهنه شوې او د داسې حکومت مشروعیت چې له دې لارې جوړ شوی وي، د پوښتنې وړ دی.


