یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيافغانستان د سریلانکا پر وړاندې په دویمې نړۍوالې ۵۰ اوریزه لوبې کې...

افغانستان د سریلانکا پر وړاندې په دویمې نړۍوالې ۵۰ اوریزه لوبې کې د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

ویب ډیسک

‏د کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې په دویمې نړۍوالې ۵۰ اوریزه لوبې کې د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

که څه هم د بالېنګ په برخې کې د افغان لوبډلې پیل ښه و؛ خو د خرابې ډګر ساتنې او څو کېچونو غورځولو له امله د سیالې لوبډلې توپوهونکو ته یې د زیاتو منډو فرصت ورکړ چې افغان لوبډلې ته یې ۳۰۸ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې بېټېنګ تر درېیمې ویکټې پورې ښه روان و او تر ۱۴۳ منډو پورې یې یواځې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو؛ خو د تل په څېر یې د پرلپسې وېکټو له لاسه ورکولو په پایلې کې ټول لوبغاړي په ۱۵۳ منډو وسوزول شول.

افغان کرېکټ شنونکو او مینه‌والو که څه هم تل خپله لوبډله تشویق کړې؛ خو پدې وروستیو کې د افغان کرېکټ بورډ لخوا په ځینو مواردو کې د ناسمو پرېکړو او تر څنګ یې په پرلپسې توګه د ځینو لوبغاړو خراب پرفامنس هغه څه دي چې په ټولنیزو رسنیو کې تر جدي نیوکو او بحثونو لاندې راځي.

د یادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې لدې سترې ماتې وروسته، سیالې لوبډلې د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله او د راتلونکې چهار شنبې پر ورځ به د دې سریز وروستۍ لوبه وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه