لیکوال: محمد حلیم فدايي
زه له پخوا دې پایلې ته رسېدلی یم او پدې اړه مې پخوا هم تفصیلي لېکنې کړېدې چې غلامي؛ جاسوسي، ښکنځلې، دروغ، قتل، غدر، توهین او انساني کرامت تر پښو لاندې کول پردي او د استخباراتي ملایانو، د دوی د مشرانو، کشرانو او پلویانو ځانګړنې دي. پدې په اړه مې پرون هم ولیکل چې نن افغانستان اشغال دی. شل کلنه دوره د افغانستانډونالډ ټرمپ وايي، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه د تاريخ ترټولو شرموونکې شېبه ده. د تاریخ زرین باب دی. له بل پلوه مداخله یا “Intervention” ، تجاوز یا “Invasion” او اشغال یا “Occupation”, حضور یا “Presence” له یو او بل سره اساسي توپېرونه لري. ددې اصطلاحاتو علم په پوهنتون کې دی، نه مدرسه کې. د دې علم اهل الذکر ملایان نه دي.
زه غواړم لومړی اشغال تعریف کړم. پر یوه هېواد د بل هېواد داسې برېد چې د مالکیت او د خپل هېواد د برخې ګرځولو په نیت وي اشغال دی. ښه مثال یې پښتونخوا ده او له اټکه تر بولانه سیمه ده یا د پخواني شوروي اتحاد پخواني هېوادونه وو چې پر همدې نیت یې اشغال کړي و یا افغانستان ته د روسانو راتګ په همدې نیت وو؛ خو برعکس امرېکا باندې برېد وشو، ددې برېد پړه یې پر اسامه بن لادن ور واچوله. د پښتو په حساب پل یې د ملا عمر تر کوره ورسیده. امریکا سړی غوښت ملا عمر پناه ورکړه او د سپارولو یې انکار وکړ، نو امرېکا د یوولسم سپټامبر د قربانیانو د انتقام او له افغانستان څخه امریکا ته د تهدید له منځه وړلو پر اساس او دا چې پر دوی د حملې اصلي طراح په نښه کړي، برېد وکړ.
تکړه ژورنالیستې فرشته جلالزۍ د اشغال په اړه د یوې بهرنۍ پروفیسورې تعریف ذکر کړیدی چې له سرحدونو پوځونه ستا هېواد ته در واوړي نو دا اشغال دی.
دا د اشغال په اړه یو دودیز او ډیې پخوانی تصور دی. هېواد یواځې ځمکنۍ پولې نه بلکې هوایې پولې هم لري. سره لدې چې ملایان د پولو منل د اسلام سره ټکر کې بولې؛ خو که همدا تعریف هم ومنو نو همدا اوس افغانستان ځکه اشغال دی چې هوایي پولې او فضاء یې د طالب د دفاع وزیر په وینا اشغال دي. اوس بیا سایبرې فوځونه هم شته چې هم له هوایې او هم له ځمکني سرحدونو را اوښتی شي او برید کولای شي. ددې ترڅنګ که یو نظام چې عمومي ملکیت دی، د یوه ځانګړي قشر/ډلې له لورې که داخلي هم وي قبضه او غصب شي دا هم ظلم او هم اشغال دی. د حسین رض جګړه د همداسې ظلم او اشغال پر وړاندې وه.
خبره د اشغال نه ده. دا د پاکستان دایمې پالیسي ده چې افغانستان تل منزوي او افغانستان له نړۍ سره مستقیم نه بلکې د یوه تحت الحمایه حکومت په توګه دویم لاس اړیکې د دوی له لارې ولري، داسې اړېکې لکه ازاد جمو او کشمیر سره یې چې لري. د اشغال بله مانا قبضه او غصب کول هم دي. د اشغال مهمه ځانګړنه د هغې تداوم او تلپاتې والی هم دی.
د افغانستان اسلامي جمهوریت یو مشروع او منتخب نظام وو، البته دبهرنیانو له ښکاره حضور سره. اما هغه حضور چې ټوله زمینه ورته ملایانو برابره کړه. پرون اشغال نه، بلکې حضور وو. اصلي تجاوز، مداخله او اشغال اوس روان دی. نن د حضور بڼه پټه، اشغال مرموز او مداخله ښکاره ده. اوس افغانستان د پاکستان یو تحت الحمایه هېواد ګرځېدلی دی.
همدا تحت الحمایه ډلګۍ اوس ازادو ته د بې ناموس او بې غیرت خطاب کوي. موږ د خلکو په زړونو او نیتونو پرېکړه نه کوو او نه مخالف ته ښکنځلې کوو. اما چا د ښځو په چادریو کې خپل افغانان وژل؟ چا ملي بیرغ؛ ملي سرود، ملي مصطلحات، ملي ګټې، ملي هویت، ملي پروژې، ملي پروګرامونه، ملي امنیتي ځواکونه، ملي اقتصادي پروژې له منځه وړلې؟ چا په ټولو باسېواده مېرمنو د فحشا تور ولګولو؟ چا د خلکو په کورونو کې د پنجابي ټوپک په زور ډوډۍ خوړله؟ چا له افغانانو سره خبرې نه غوښتل؟ تردې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو قواوې ټولې وباسلې او افغان امنیتي ځواکونو ته ټول مسوولیت ور تر غاړې شو، اما بیا هم جګړه؟ چا افغانستان د پاکستان په تحت الحمایه هېواد بدل کړ؟
چا د علم دروازې د ولس پرمخ بندې کړېدې؟ چا زموږ افغان خوېندې د تعلیم، تحصیل او کار په لټه کې بهرنیانو ته محتاجې کړې؟
بیا هغه کسان چې ددوی سفیر یې لوڅ لغړ او لاس تړلی بهرنیانو ته تسلیم کړ او دوی د همغه هېواد په عملي همکاري د خپل هېواد د تباهۍ نقشې جوړولې او عملي کولې، څوک وو؟ هغه کسان څوک وو چې د افغانستان ملي شتمنۍ او الوتکې یې په پاکستان کباړ کړې؟
شل کاله څوک تښتېدلي وو؟ د هغه دوښمن په غېږ کې څوک اوسېدل چې سید اکبر خان ځدران یې شهید کړ؟ ایا د غیرت او ناموس غوښتنه همدا ده؟ د بامیانو تاریخي مجسمه د بل په اشاره چا په بمونو والوځوله؟ هغه معادن چې د مور «هېواد» ګاڼه ده، څوک یې په چا پلورې؟
چا نن افغانستان له ملي او نړۍوال مشروعیت څخه بې برخې کړ؟ زموږ ناموس «افغانستان» چا بې هویته کړ؟ چا نن ولس بېکاره، فقېر، محتاج، غلام او یوې ډوډۍ ته محتاج کړ؟
دا نور ملت ته د لمر غوندې روښانه ده چې خارجیان چا راوستل او ملایان چا راوستل. اشغال او بې ناموسي هغه دوه منفي مولفې دي چې استخباراتي ملا یې محور دی. څوک چې له ماشومتوبه تر صدارته د خلکو څخه دروېزې ټولوي او خپل سپین کالي یې یوه ورځ هم په کار او زحمت نه دي خېرن کړي، هغوی به خود ازادو خلکو ته بې ناموسه او بې غیرته وایي. ځیني وایي چې هېواد مستقل نه وو او جاسوسان په کې وو. هغوی ته یواځې دومره وایم چې جاسوس جاسوس پېژني. کبوتر با کبوتر، کند همجنس با همجنس پرواز. که دا جاسوسان هم ومنو، سمه ده. هلته به په مشروع نظام کې جاسوسان وو او پا په هر هېواد کې امکان لري. اما اوس ټول نظام جاسوس، پولیسي او غلام دی.
نن ددوی د پټ امیر تر نوم لاندې یوه پردۍ استخباراتي کړۍ پرېکړه نه کوي؟ نن د ښوونځیو دروازې د افغان نجونو پرمخ پردیو نه دي بندې کړې؟ د کابل په سرینا هوټل کې د نظام د سقوط په خوشحالۍ کې لومړی چا د شنو چایو پیاله په سر واړوله؟ په هر حال بلها پوښتنې دي، دا ثابتوي چې اوس افغانستان اشغال دی او د ښکنځلو او بې ناموسیو سنت او روایت هم پردی دی.
د کابل په سرینا هوټل کې د نظام د سقوط په خوشحالۍ کې لومړی چا د شنو چایو پیاله په سر واړوله؟ په هر حال بلها پوښتنې دي چې دا ثابتوي چې اوس افغانستان اشغال دی او د شکنځلو او بې ناموسیو سنت او روایت هم پردی دی.


