شاه محمود هوتک (۱۶۹۷ -۱۷۲۵)
نوماند اکاډمیسین سیستانی
ژباړه: رحمت آریا
د بنسټېزو سرچېنو پېژندنه :
مخکې له دې چې د شاه محمود او د هغه د لښکر د روحي او فزیکي اکربکریا وضعې د پېژندنې او پراصفهان د افغانانو د یرغل د اړوندولاملونو په تړاو د تنگ الواکو او له تعصبه اغیزمنو ایراني یا افغاني سرچینو ته مخه کړو، ښه به دا وي چې د افغاني لښکر له پلوه د اصفهان د کلابندۍ په دوره کې د اروپایانو یادښت لیکونه او د سترگو لېدلی حال په پام کې ونیسو چې په هغو شپو ورځو کې په همدغه ښار کې ول او د اصفهان د ښاریانو او د ایران د دولتي چارواکو تدابیر او د هغه ځای د وگړو او د ایران ددولتي چارواکو په وړاندې یې د افغانانو چال چلند په سترگو لیدلی اوخپل ورمنډ یا قضاوت یې پرته له هېوادپالنې او ملي یا مذهبي لیوالتیا په بې پرې توگه لیکلی دی. په دې اړه له تاریخي ارزښته ډک آثاردلته او هلته شته چې زموږ د څیړنې وړ له سکالو سره ډیره مرسته کوي. لومړی د ” مسحیي سیلانی تأریخ” دی چې د کروسينسکي :J. T. Krusinske په نامه د یوه پولندي کشیش لېکنه ده چې د ” لېدن لېک/ بصیرت نامه” او یا “پانیات لېک /عبرت نامه” تر نامه لاندی هم ژباړل شوې ده.کروسینسکي ۲۰ کاله په ایران کې ژوند کړی او د اصفهان د کلابندۍ په کړکیچنوشپو او ورځو او د هغه ښار د نیونې پر مهال هلته وو او د ۱۷۲۵زکال د جون ترمېاشتې پورې یعنې د شاه اشرف افغان د واکمنۍ او د واک پرگدۍ د کښیناستلو په شپوورځو کې تر څو اونیو پورې په اصفهان کې وو اونوموړی د خپل مخـَورتوب له امله د پاچا سلطان حسین په دربار کې منل کېده اوهم یې له افغان محمود سره تگ او راتگ درلود اود هغو شپو ورځو له اکربکر”حالت” څخه ښه خبروو. له دې امله د کروسینسکي لېکنې د هغه د سترگو د لېدلي حال د رښتونولۍ پرستنو ولاړې دي.
عبدالرزاق مفتون دنبلي تبریزي د کروسینسکي کتاب له تــُورکي متن څخه چې ” د افغانانو د پاڅون اوڅرگندېدا او د صفوي دولت د نړېدنې په اړه د سیلاني تأریخ” نومیږي د ” لېدن لېک/ بصیرت نامه” تر نامه لاندې ژباړلی دی (۱). دغه کتاب په پاړسي ژبه برسیره په تورکي، فرانسوي، انگریزي او لاتین ژبو هم را ژباړل شوی چې د ایران پیژندنې پوهانو، څیړونکو او پلټونکو ورڅخه گټه اخیستې ده. د مسیحي سیلاني رساله پرکال ۱۳۲۵ لمریزکې په تهران کې د تأریخي څیړنو ” بررسي های تأریخي” د مجلې ” په ۴ او ۵ گڼو” کې خپره شوې او پرکال ۱۳۵۲لمریز کې ښاغلي ډاکټر اسماعیل رضوي په تهران کې دغه رساله ټوله د یوه کتاب گوټي په بڼه کې خپره کړه.
په افغانستان کې هم پرکال ۱۳۶۳لمریزکې ددغې لېکنې پاړسي متن یو ځل بیا په ځانگړې پسولنۍ او ښکلا راخپره شوه. پرکال ۱۳۸۲لمریزکې د ” په تهران کې اوسنې کتن بڼه / نگاه معاصردرتهران” څېړندویې مؤوسسې په تهران کې د سید جواد طبا طبایي په هڅې د کروسینسکي رساله له سره لېکلې او په هغې کې د ” دوسرسو” په نامه د یوه فرانسوي کشیش لېدنگ بڼې او نظریات هم ورزیات شوي دي.
دویم دروند اوپیاوړی اثر د ” صفویه د لړۍ نړېدنه او په ایران کې د افاغنه د دور نېواک/ انقراض صفویه و ایام استیلای افاغنه در ایران” تر نامه لاندې د انگریزي لارنس لکهارت دی چې د لومړي لاس له سرچینو څخه په گټه اخیستنې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې په هند کې د ختیزهند د انگریزي کمپنۍ ، هالند او د فرانسې د کونسل په اړه د سیلانیانو د گزارشونو او د نورو اروپایي او ایراني سرچینو له مخې د عملي شننو په ترڅ کې د تأریخ لېکلو د ډیرې ښې تگلارې په راخپلولو یې لیکلی دی. (۲) دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د مصطفی قلي عـِماد له پلوه ژباړل شوی او پرکال ۱۳۴۳لمریزکې په تهران کې خپور شوی او بیا د ډاکټراسماعیل دولت شاهي له پلوه هم وژباړل شو او پرکال ۱۳۴۴لمریزکې په تهران کې چاپخونې ته ولیږل شو.
د عماد ژباړه پرکال ۱۳۶۴لمریزکې له سره خپره شوه او ما (لېکوال) هم له همدغې بڼې ډیره گټه را اخیستې ده. په دې اړه دریم گټوراو مهم اثر ” د اصفهان پرپلاز افغان شاه اشرف / اشرف افغان برتختگاه اصفهان” تر نامه لاندې د ډاکټرفلوردی چې هغه یې د اصفهان د پرځېدنې په شپو ورځو کې په ایران کې د هالند د ختیزهند د کمپنۍ د استازیو د ورځنیو یادښت لېکونو له مخې لېکلی دی. په دغه اثر کې د ایران د ښمنانو په وړاندې د شاه اشرف د جگړو په ځانگړې توگه د روسیې او عثماني په اړه گټورسکالو راغبرگ شوي دي.
دیادَونې وړ ده چې په دغو درو اثارو کې د افغانستان د ولسي او ملي غورځنگونو د تأریخ په ځانگړې توگه د هوتکیانو د غورځنگ په اړه ډیر اړین او د لوستلو وړ سکالو رانغاړل شوي او څرگنده نه ده چې ولې افغان تأریخ لیکونکو هغو ته لږ پاملرنه کړې اوان د (افغانستان په پینځه پیړیوکې/افغانستان در پنج قرن اخیر) پوه لیکوال هم له دغه کتابه په ځغلنده او سرسري توگه را تیر شوی دی.
حال دا چې په دغو دوه ووآثارو کې د افغانانو د رمبکوالي یا دسپلین، پوځي سبمالنې او نظم، ساده گۍ او د لښکر د جنگیالو د مـاړو سترگو، جامو، د افغانانو د ښځو د سرو زرو، د هغوی مخونه او سپیڅلتیا او د شاه محمود هوتک د حکومت چال چلند، د شاه اشرف هوتک د خوی اورغښت، له یرغمل نیول شویوکسانو اود ایران له ولس او د ایران د ټولنیزو پاړکو او طبقو په وړاندې د هوتکیانو چال چلند او پرصفوي دولت باندې د هغوی د بریا او بیا له ایرانانیو څخه د هغوی د ماتې خوړلو د لاملونو نښې نښانې په سترگو کیږي.
پراصفهان د بري ترپولي پورې مخ په وړاندې:
شاه محمود (۱۷۱۶ � ۱۷۲۵ز) د میرویس خان هوتک زوی یو پیاوړی ځوان او زړور جنگیالی وو خو هغه د پلار ژورلید، تجربه او تدبیر نه درلود ځکه چې د واکمنۍ د پلاز د کښینستلو پر مهال ۱۸ کلن وو او د پلار دغو ځانگړتیاوو ته د رسیدنې لپاره یې ډیر وخت ته اړتیا درلودله خو په خواشینې چې د درندې پازوالۍ یا مسوؤلیت پیټي او لږې تجربې د هغه ژوند ورلنډ کړ ان دا چې لا له دیرش کالو یې نورهم ورلنډ کړ.
د کروسینسکي د لېکنې پربنسټ شاه محمود افغان د ایران په اړه خپل لومړني مالومات او د صفوي د دولت د چارواکو په منځ کې د کورنیو شخړو اود سیالېو د اخ و ډب په اړه خبرې د خپل پلار له خولې ان کله چې پلار یې خپل سر د مړینې پربالښت ایښی وو، اوریدلی او له همدې امله یې په خپل سرکې د ایران تر زړه پورې د پرمختگ هیله را غوړولې وه. (۳) د هرات د ابدالیانو او د کندهار د غلزیو له لاسه د صفوي لښکر د پرله پسې ماتو له لړۍ وروسته هغه په دې پوهېدلی وو چې د ایران اکربکردې چمتو دی چې هر زړور سړی که وغواړي نو پرایران د یوه پرېکنده او له بریا ډک برید له لارې کولای شي ایران ونیسي. له دې امله هغه د ۱۷۱۹ز کال په دوبي کې د یوه لښکر په سر مشرۍ کې چې د لکهارت ۱۱۰۰۰ ښودلی دی له کندهاره په دې پلمې را ووت چې گڼې له ابدالیانو سره د جگړې په موخه راوتلی دی.
خو کله چې دلارام ته را ورسید نو د لښکر واگه یې د سیستان پر لور را تاو او دهغه ولایت له نیولو وروسته یې کرمان ته مخه کړه.
د کرمان او سیستان ترمنځ د ” کویرلوت” د بې وښو او اوبو له سوځنده دښتې څخه د تیریدا پرمهال د محمود لښکر ډیر تاوان ولېد. کله چې کرمان ته ورسید د هغه ځای واکمن پرته له جگړې ښار ور پرېښود او اصفهان ته وتښتېد. له دې امله کرمان پرته له جگړې او تاوانه د شاه محمود په منگولو کې را پریوت او تر ۹ مېاشتو پورې یې هلته واکمني وکړه. یو ځل صفوي دولت د محمدقلي بیک تر مشرۍ لاندې ۹۰۰۰ جنگیالي له افغان لښکر سره د جگړې لپاره راولیږل. خو د صفوي دولت دغه لښکر د شاه محمود د ځواک له لاسه کلکه ماته وخوړله. شاه محمود سلطان بیجن لکزی د خپل ځای ناستي په توگه ټاکلی وو خو په کندهار کې د سلطان بیجن لکزي او ملک جعفرسیساتي پاڅون د اصفهان په لور د شاه محمود په پرمختگ کې خنډ رامنځ ته کړ او محمود په بیړه ځان کندهار ته را ورساوه او د پاڅون د مشرانو په اعدامولو یې د کندهار ټیکاو او امنیت یې راټینگ کړ (۴).
لکهارت د هغو کسانو اند توگه یا نظر چې وایي گڼې د قزلباشو سرلښکر لطفعلي خان داغستاني کرمان ته ولاړ او محمود یې له ماتې سره مخامخ کړ او له امله یې محمود له خپلو لښکریانو سره له کرمان څخه په شا شو په پریکنده او څرگنده توگه غندي او هغه د لطف علي خان له ا َوتو بـَوتو ډکې اپلاتې بولې. د مجمع التواریخ کتاب لطف علي خان ” ډارن، بې تدبیره، له پرتمه لیرې او ژرپرغزی ” ژر په قهریدونکی” (۵) بللی دی.
په دې توگه لطف علیخان یو بیوړه “بې کفایته” او بیرن سر لښکر بلل شوی او سره له دې چې د محمد قلي بیک قزویني تر مشرۍ لاندې یې د محمود پر وړاندې کرمان ته یو ۹۰۰۰ کسیز لښکر راولیږه خو خپله یې هېڅ ډول ونډه نه درلودله او هغه ځواک هم په آسانۍ ور دړې وړې شو.
هرگوره، شاه محمود تر دوه وو کالو پورې په کندهار کې تم شو او خپل ځواک یې پرایران باندې د یوه پرېکنده برېد لپاره راچمتو کړ. هغه په ۱۱۳۴ هجري (۱۷۲۲ � ۱۷۲۱ ز) کال کې پر اصفهان د سوبې په موخه له یوه پیاوړي او سمبال لښکر سره یو ځای له کندهاره را ووت او د ۱۷۲۱ز کال د اکتوبر په ۲۱ نېټې کرمان ته ورسید. د کرمان ښار یې پرته کومې ستونزې او خنډ ونیو، خو کرماني چارواکو د محمود د لښکرو پرمخ د خپل ارگ دروازې وتړلې او مقاومت یې را پیل کړ. یو ځل افغانانو د ارگ د نېواک په موخه د یوه بېباکه برید په ترڅ کې ډیرتاوانونه ولېدل خو بریالي نه شول نو ارگ یې را کلابند کړ.
د کرمان چارواکي رستم محمد سعدلو چې د ارگ دفاعي استحکامات یې ښه راټینگ کړي ول په میړانه مقاومت وکړ او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې یې له مقاومته لاس وانه خیست. د ۱۷۲۲ زکال د جنورۍ په مېاشت کې رستم سعدلو مړ شو او د هغه ځای ناستی چې نه د ډگر او نه د جگړې سړی وو محمود ته د ډیرو پیسو د ورکړې له لارې سولې ته غاړه را کښېښودله. محمود پیسې ومنلې او پرېکړه یې وکړه چې د اصفهان پرلور خپل پرمختگ ته دوام ورکړي (۶).
په کرمان کې چې یوه بله پیښه د افغانانو په گټه رامنځته شوه د هغه ولایت د زرتشتیانو هملاری او ملاتړ وو. ځکه په هغه ولایت کې او د ایران په نورو ښارونو کې د ملایانو او د شیعه روحانیت د سپکاوۍ او د سپک گڼلود چال چلند له لاسه د زرتشتیانو اوبه تر ترخځه رااوښتې وې او له همدې امله د هر هغه گام ملاتړ یې کاوه چې د صفوي د رژیم پر رانسکورولو راڅرخېده. له دې امله زرتشتیانو د محمود ملاتړ هم په سر اوهم په درهم ” پیسو” کاوه. محمود هم له دغه اکربکرڅخه په خپله گټه کارواخیست او دزرتشتیانو ملاتړ یې راخپل کړ.
شاه محمود هوتک د ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه زوی دشاه عالم خان هوتک لمسی دکرم خان هوتک کړوسی و – ننئ افغانستان ، پاکستان، ایران او ترکمنستان دنوموړي دپاچاهيد حکومت تر کنټرول لاندي ول
د محمود د لښکر په منځ کې د نصرالله په نامه چې ” ړوند پاچا /کورسلطان” بلل کېده د سیستان له وگړو څخه یو پیاوړی اوبریالی زرتشتي بولندوی وو. نصرالله تل خپله کېڼه سترگه د رغښت اوعادت له مخې تړله نو له دې امله د ړانده سلطان ” کورسلطان” په نامه پیژندل کېده. د افغاني لښکر په منځ کې د یوه زرتشتي شته والی سره له دې چې مذهبي گروهنیز اختلاف یې درلود په خپله د محمود افغان هوښیارۍ ته نغوته کوي او په بل اړخ کې د لښکر په سر مشرۍ او پوځي چارو کې د ړانده سلطان ” کورسلطان” مېړانه او بې سارې زړورتیا راڅرگندوي. ښایي له شاه محمود خان څخه د کرمان د زرتشتیانو د هملارۍ او ملاتړیو لامل همدا وي. شاه محمود له کرمانه وروسته د یزد پر مخ و خوځېد او کله چې یزد ته ورسید د یزد وگړو د افغان لښکر پروړاندې مقاومت ته ملا را وتړله. محمود د یزد له کلا بندۍ لاس پر سر شو او د اصفهان پر مخ یې ودرومل.
د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې افغان سرتیري د اصفهان ه ۲۰ کیلومترۍ ته نیږدې ، گلناباد ته ورسیدل. تر دغه ځایه د افغان د ځواکونو د مخنیوۍ لپاره د ایران د دولت له لورې هېڅ ډول ټینگ مقاومت نه وو تر سره شوی.
د گلناباد نښته، برخلېک جوړوونکې جگړه:
د شاه محمود د لښکر د سرتیرو په اړه د تأریخ پوهانو ویناوې او روایتونه هم توپیر لري. یو شمیر تأریخ پوهانو د هغه د سرتیرو شمیره ۸ زره، ځینو ۲۸ زره او نورو یې له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې ښودلې ده. کولای شو د محمود د سرتیرو د شمیرې په اړه چې دوه کاله مخکې تر کرمان پورې مخته راغلی وو او لکهارت د هغوی شمیره ۱۱۰۰۰ سپاره سرتیري ښوولې را اټکل کړو اوښایي شاه محمود په کندهار کې د خپلې دوه کلنې تم کېدنې په ترڅ کې د ایران پرپلازمېنه د برېد لپاره د کندهار له وگړوڅخه یوه غټه شمیره او د کندهار له راچاپیره سیمو څخه د بلوڅانو او هزاره گانو یو شمیرجنگیالي راټول کړي وي او هغه انگیرنه چې دا ځل د محمود د جنگیالیو شمیره له لومړي ځل څخه زیاته وه رښتیا ته ډه ډه لگوي. (۷)
خو کروسینسکي وایي چې د اصفهان له کلابندۍ او سوبې وروسته له وژل شویو سرتیرو پرته د افغان سرتیرو شمیره ۲۰ زره وه. نوموړی د شاه محمود د دفاع د وزیر (ایشیک اقاسي) عبدالله له خولې وایي چې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې د افغاني لښکر شمیره څوارلس زره (پښتانه)، اته زره (هزاره) او څلورزره (بلوڅان) ول. خو لکهارت دغو بیلا بیلا شمیرو ته په کتنې وایي چې د محمود د لښکر شمیر دا ځل له ۱۸۰۰۰ سرتیرو څخه ډیر نه وو حال دا چې د اصفهان د ساتنې لپاره د ایران د صفوي دولت ۵۲ زره جگړې ته چمتو جنگیالي درلودل. لکهارت دغه ټکې ته لا پراختیا ورکوي او ټینگار کوي چې ښایي د ایران په زړه کې د دومره سرتیرو شمیره بس نه وه خو باید په یاد ولرو چې د افغانانو زړورتیا او د هغوی مذهبي شور او زوږ دغه تشه را ډَکــَوله. (۹)
فرانسوي څیړونکې او لرغون پیژندونکې میرمن (مادام) ژان دیولافوا چې په منځنیو پیړیو کې د ایران د ودانیو او د ودانۍ جوړلو د کارتوگې او تگلارې د څیړنې په موخه په ۱۸۸۱ز کال کې په اصفهان کې وه او ودانۍ یې له نیږدې لېدلې دي، پراصفهان د افغانانو د یرغل د یادَونې په ترڅ کې د صفوي د لښکرد سرتیرو شمیره چې په ښکلو جامو، ښو اسونو، زینونو او وسلو، واگو، د سپینو او سروزَرو په ځلاندو کرېبونو “رکابونو” سمبال ول ۶۰ زره او د افغان برېد کوونکو شمیره چې د تورې اوشلگرو له ځلا او پړق پرته یې بل څه نه درلودل ۲۰ زره ښودلې ده او زیاتوي چې د افغان لښکرملا په اوښانو بار سل خـُوله زنبورک توپونو را ټینگوله. (۱۰)
د ۱۷۲۲زکال د مارچ د مېاشتې پر اتمې نېټې د گلناباد په سیمه کې د افغاني لښکر پر وړاندې د صفوي د دولت د لښکر لومړنۍ برخلېک جوړونکې جگړه چې د پياوړو توپونو د اور په ملاتړ سمبال وو پيل شوه. د جگړې له پیلېدا مخکې هوتکي محمود له خپلو ځواکونو لېدنه وکړه او د شور او زوږ د ولولو په انگازو کې د یوې لنډې وینا په ترڅ کې یې هغوی ته وویل:” د ایران د پلازمېنې ناپایه پانگه په تاسې اړه لري او پوه شـی چې که په دغه جگړه کې له ځانه کمزوري را څرگنده کړی نو پرته له دې چې په وچو بیدیاوو کې له لوږې مړه سی بل څه به ستاسو په برخه نه وي او گبرانو (زرتشتیانو) ته یې هم وویل: که ایرانیان سوبمن شي نو یو تن به له تاسو څخه ژوندی پرېنږدي او ستاسو ټولو ستوني به له تورو او چړو راتیر کړي” (۱۱)
د افغاني لښکر په سرمشرۍ کې امان الله خان د یو شمیر جنگیالیوپه سر کې په ښي مورچل کې، نصرالله زرتشتي د یو شمیر افغان جنگیالیو په مشرۍ کې په کیڼ لاس کې او شاه محمود هوتکي د دغو دواړو ځواکونو په په زړه کې ودرېدل. له ایراني لورې رستم خان او د ” حویزه” والي سید عبدالله د زرتشي نصرالله په وړاندې درېدلې ول. سر وزیر “اعتمادالدوله” محمد قلي خان د شاه محمود او د لرستان والي علیمردان خان د امان الله خان پر وړاندې ودرېدل. د مارچ په اتمې د ۴ بجو په شا او خوا کې د ایرانیانو له پلوه جگړه پیل شوه او د شپې په ۹ بجو پای ته ورسیدله. د جگړې د دواړو سیالولښکرو ټولیزجوړښت او د افغان د لښکر په پرتله د ایران د سرتیرو د زیادښت په پام کې نېولو سره داسې برېښېدله چې سوبه به د ایرانیانو په خوا وي خو وروسته له هغه چې د دواړو خواوو لښکرې له یو بل سره ونښتلې د لنډ وخت په ترڅ کې افغان جنگیالیو پرصفوي لښکرچې له پوځي نظم او سمبالښت څخه بې برخې وو خپله برلاسي راڅرگنده کړه.
د جگړې په ډگرکې د ایراني لښکر تر ټولو جنگیالي ځواک چې رستم خان یې مشري کوله ډیره میړانه را څرگندوله خو دغه زړور ځواک ټول د افغان جنگیالیو د تورو له خولو را تیر شو او د رستم خان اس د تېښتې په وخت کې پر ځمکه را پریوځي او همدا چې غواړي بیرته پر خپل اس را سپور شي د یوه افغان جنگلیالي د تورې تندر یې پر ککرۍ راپریوځي او ټول ځان یې د افغان جنگلیالو په شلگرو سوری سوری کیږي. علیمردان خان چې بختیاري او د کوه گیلویه د ملیشو مشري یې کوله هم د همدغسې وژونکو شلگرو تر درب لاندې راځي، ورورېې ووژل شو او په خپله ټینگ ټپي شو او پرځمکه راپریوت او که د هغه د ټبر وگړو نوموړی د جگړې له ډگره چې له ځانه یې وینې راڅڅېدلې نه وو لیرې کړی نو کټ مټ د رستم خان برخلېک به یې په برخه وو.
کله چې سروزیر” اعتمادالدوله” محمد قلي خان ولېدل چې د ایران د لښکر دوه څنډې له ماتې سره مخامخ شوې پرته له دې چې د هغوی مرستې ته را ودانگي خپلو سرتیرو ته یې د شا تگ بولنده ورکړه. افغانانو د صفوي ټول لښکر داسې په شا کړچې ان هغوی دخپلې توپخانې د په کار اچولو وسه او شیبه ونه موندله. یو تن اروپایي توپچې مخکې له دې چې د افغاني لښکر د سرتیرو داسونو ترپښو لاندې شي ، وکولای شول چې د درو توپونو ډزې وکړي او بیا وتښتي. قزلباش سرتیرو په را تښتېدلو واښو واڼو او ټپرا د جگړې له ډگره پښې دوه کړې او کله چې اصفهان ته ننوتل ان د ښار دروازې یې د سترگو په رپ کې په ځان پسې وتړلې او که افغان لښکر په هماغه شېبه کې د ایراني لښکر شا نیولې وای ښایي د اصفهان ښار پرته له مقاومته د افغانانو منگولو ته ورغلای وای او د اصفهان ښاریانو به د کلابندۍ او لوږې سختې شپې ورځې نه واې لېدلې. خو افغانان د خپلو ټپیانو او ولجې په راټولو بوخت شول او پرمخ ولا نه ړل. په دغه جگړه کې د ایران د لښکر د وژل شویو سرتیرو شمیر له ۵ تر ۶ زرو پورې ښودل شوې حال دا چې د ایرانیانیو په پرتله د افغانانو د وژل شویوسر تیرو شمیره یو پر لسمه ویل شوې ده. (۱۲)
یوه هالندي شرکت د ۱۷۲۲زکال د مارچ د لسمې نېټې په گزارش کې د افغان بریدگرو په وړاندې د صفوي دولت د سرتیرو د بې وسۍ له مخې په دې ډول پرده لیرې کړه :” نن موږ ته د ډاډ وړ سرچینو خبر راکړ چې منشي الممالک انگریزانو ته وویل: دا دې اوس هغه شېبه را رسېدلې چې تاسو د ایران د پاچا په وړاندې خپله رښتونې ملگرتیا د افغانانو په پرته له ځنډه ماتولو کې راڅرگنده کړی. د انگریز استازي ورته په ځواب کې وویل: په دغسې شېبې کې نه شي کولای خپله دوستي په زباد ورسوي ځکه چې هغه نه شي کولای له خپل استوگنځي څخه ساتنه وکړي ، دایران دوه څلویښت زره کسیزلښکر چې ونه شو کولای دداسې یوه ځواک په وړاندې ودریږي او ماته وخوري، نو دی به څنگه ودرېدلای شي؟ له مازیگر وروسته کله چې لمرپریوت موږ ته وویل شول چې قورچي باشي او ایشیک اقاسي باشي هم بیرته ښار ته راستانه شوي دي. ټولې هغه گنگوسې چې گڼې قللرآقاسي لا تر اوسه له افغانانو سره په جگړه کې راښکېل دی، درواغ وختلې.” (۱۳)
د اصفهان را پرځېدنه او د ایران د صفوي ټـــَبـر د کمبلې ورټولېدل:
افغان لښکر د مارچ پر ۱۶ نېټې د اصفهان پر لور وخوځېد. جــُـلفا (*) د ارمني ټبر سیمه پرته له تاوانه د افغانانو گوتو ته راپریوتله. محمود پر ارمنیانو مالېه کېښودله چې په کال کې دوه ځله یې باید ورکړې وای، ویل کیږي چې له ارمنیانو څخه پینځوس نجونې تښتول شوې وې او کله چې محمود له هغوی خبرشو نو لارښوونه یې ورکړه چې هغوی دې د سترگو په رپ کې ورخوشې کړي او خپلې کورنیو ته دې ستنې شي. (۱۴)
د همدغې مېاشتې پر۱۶ او۱۷ د سلطان حسین د خوښې وړ پرتمینه ماڼۍ فرح آباد چې له اصفهانه دباندې او ښارته نیږدې آباته شوې وه د افغانانو گوتو ته ورغله. په ماڼې کې پینځه خــُوله توپونه ایښودل شوي دغه توپونه هم د افغانانو لاسونو ته ورغلل.
شاه محمود د فرح آباد ماڼۍ پراصفهان د خپل راتلونکي یرغل د تم کېدنې او بولندې د ځای ځایگي په توگه غوره کړه او د مارچ د مېاشتې پر شلمې نېټې افغانانو پر ښار برېد وکړ. د کروسینسکي د وینا پر بنسټ ” محمود د نوي کال د ورځي ” نو روز” د اختر په ورځ پر اصفهان برېد وکړ، خو دغه برېد بریالی نه وو د غبرگولې ” فروردین” د مېاشتې په درېمې ددوشنبې په ورځ بیا برېد وشو او افغان سرتیري په شا وتمبول شول او خبر یې ورکړ چې خبرو اترو ته چمتو دي. له مخورو ارمنیانوڅخه یې وغوښتل چې له دولت سره دې د منځگړي په توگه ور وړاندې شي خو هغوی ونه منله او په پای کې افغانان دغې پایلې ته ورسیدل چې اصفهان پرته له کلابندۍ نه شي کولای له پښو را وغورځوي.
د غبرگولي او د چنگاښ ” فروردین تر ادریبهشت” د مېاشتې تر نیماییو پورې د مرکزي حکومت لښکر او افغان سرتیرو په جـُلفا کې د اصفهان د پله په دواړو غاړو کې ډډې ووهلې او جگړه ونه شوه. محمود د ښار دننه خپل څارگر درلودل او د ایران ددربار او د صفوي د سرتیرو د اکربکر په اړه یې مالومات ترلاسه کول او د جگړې تیاریې نیوه. بیا یې وغوښتل چې د پلازمېنې پر لور ځانته لاره را پرانیزي خو د شا له لورې په شا وتمبول شو خو په دویم برېد کې له کوم مقاومت سره مخامخ نه شو ځکه چې د پله ساتونکي گرجي سرتیري په ډوب خوب کې بیده ول. جنگیالي د پله د ساتونکو له سره تیر شول او لاره یې د افغان لښکر سرتیرو ته پرانیستله. بیا یې خپل مورچلونه راټینگ کړل او له ښاره د وتلو ټولې لارې یې بندې کړې. تر دغې شېبې پورې گومان نه کېده چې گڼې افغان سرتیرې دې پر اصفهان برېد وکړي او له همدې امله یې د ښار د ملاتړ لپاره ډیره هڅه نه وه کړې خو کله چې پوه شول افغان لښکر له پله ور واوښت او ښار یې راکلابند کړ، نو هوښ یې په سر ورغی او هڅه یې وکړه چې د ښار د ساتلو لپاره لاره چاره وسنجوي.” (۱۵)
له دې چې کلابندي بشپړه نه وه ولسي وگړو دا وسه نه درلودله چې د ښار له لوېدېزې سېمې څخه خوراکي توکي راورسوي. دغه کلابندي د اپریل په مېاشت کې بشپړه شوه او هېڅ چا له ښاره د وتلو او یا ښار ته د ننوتلو وسه نه درلودله. د اپریل په مېاشت کې او ان مخکې له هغې افغانانو د سولې او کرمان ته د بیرته تگ تکل کړی وو. په هماغو شپوورځو کې د پاچا په لارښوونې د حویزه د سیمې د خان له پلوه افغانانو ته یو لېک راغی چې له ترلاسه کړل شویو ولجو سره دې بیرته کندهار ته ستانه شي اوویلي یې ول له پاچا څخه به نورې پیسې هم واخلم او تاسو ته به درکړل شي. افغانان ددغه لېک په رسیدلو پوه شول چې شاه په بشپړه توگه بې وسې شوی او په ځواب کې یې ولېکل چې پاچا دې د ۵۰۰۰۰ زرو تومانو په ارزښت جهیز او د پاچا د لور لاس دې د شاه محمود په لاس کې کښیږدي، کرمان ، خراسان او سیستان دې هم محمود ته ورپریږدي. که سوله غواړې دا زموږ آړ یا شرط دی پرته له هغې له کلابندۍ څخه نه لاس پر سر کېږو. ایراني لورې ځواب ورکړ چې سني ته د شیعه د لور ورکړنگ ناشوني دی پاچا ان خپل شیعه رعیت ته خپله لور نه ورکوي. پاتې آړونه ستاسو منو. (۱۶)
کاشکې پاچا خپله لور په هماغو لومړیو کې محمود ته ورکړې وای ځکه وروسته یې همدغه وړاندیز په ټیټه غاړه په خپله وکړ او د اصفهان وگړو به د لوږې سختې شپې ورځې نه وې لېدلای او نه به مړه کېدل. د همدغه ځواب په اورېدلو افغانانو پریکړه وکړه چې د ښارکلابندي ته به د بري تروروستۍ پولې پورې دوام ورکوي.
کروسینسکي د اصفهان د کلابندۍ پر مهال د وگړو په اړه لیکي: ” له درې مېاشتو کلابندۍ وروسته د اصفهان په ښار کې د اوښ او خره خوښه پلورل کېدله، په لنډ وخت کې د غوښې بیه لوړه شوه او یو خر په پینځوس تومانه پلورل کېده چې وروسته هغه هم نه موندل کېده.نو وگړو د پیشوگانو او سپیو د غوښو خوړل پیل کړل. د څلورمې مېاشتې په راتگ د انسان د خوښې خوړل پیل شول، پینځه تنه قصابان په دغه کار بوخت ول. یو تازه مړی مې ولېد چې ورَنونه یې ور پریکول او خوړل یې. د اصفهان وگړو عادت نه درلود چې په کلني ډول خوراکي توکي را زیرمه کړي او هر شی یې له بازاره پیرودل او هېڅکله د کلابندۍ په فکر کې نه ول. بیا خبره تر دې کچې راورسیدله چې د وني پوټکي به د هندي پتیو یا دارچیني په بیه په تول او وزن پلورل کېدل خلکو د ونو پوټکي په اونگ “هاون” کې ټکول او د زړو بوټانو پوستونه به یې راټولول او هغه به یې په اوبو کې خوټول او د هغه اوبه به یې څښلې او وگړې به په کوڅو او سړکونو کې را پریوتل او مړه کېدل. پیغلو نجونو او بې څښتنه میرمنو چې مخونه یې لمر نه وو لېدلې خپل سره زر پرسرنو گرځول ، چیغې او بوغارې به یې وهلې او مړې کېدلې چا د مړو شویو کسانو د ښخېدلو پروا نه کوله او ښار له مړیو ډک شو..” (۱۷) او د میرمن دوسرسو په وینا ” یو شمیر کسانو په پټه د هغو (مړیو) غوښې پریکولې او خوړلې. ځینو کسانو د مړو شویو ماشومانو غوښې هم خوړلې او ان یوشمیر میندو خپل ماشومان خوړلي ول. په اصفهان کې اکربکر دومره ویروونکې وو چۍ چا مړي نه ښخول بلکه هغوی یې په کوڅو کې خوشې کول او خلک اړ ول چې د خوسا مړیو له سرونو واوړي ، راواوړي او په ډیر لږ وخت کې دا یوه ورځنۍ خبره شوه. د مړیو یوه غټه شمیره یې په زاینده رود کې واچوله او شمیر یې دومره ډیروو چې سیند ډک شو او خبره تر دې کچې راورسیدله چې تر یوه کاله د سیند اوبه د گټې اخیستنې وړ نه وې ” (۱۸)
د دغه پولندي کشیش دغه وینا د صفوي دولت له مخه د کمزورۍ او بېوړي ” بې کفایتي” او د ولس په وړاندې د هغه دولت د چارواکو د بې پروایۍ پړونی لیږې کوي. که د اړوندو چارو پازوالان او وزیران د ولس په فکر کې وای نو ښار به یې لږ تر لږه د یوه کال لپاره په خوراکي توکیو سمبال کړای وای او یا به یې خلک د کلابندې د پایلې له ویرو څخه خبرکړي وای چې هر چا د خپلې کورنۍ او اوژوند غم مخکې له مخکې خوړلای وای او لاره چاره یې سنجولې وای. خو په خواشینۍ دولتي وزیران او لوړپوړي چارواکي د ساده بډانگ او خرافاتي پاچا په ستر گو کې د خپلو سیالانو د راپرځولو او د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت ول او هېڅکله د ایران د وگړو په فکر کې نه ول.
” د اصفهان د کلابندۍ پرمهال سره له دې چې افغان سرتیري د حکومتي سرتیرو تر ستوني لاندې پراته ول او مردکي یې افغانانو ته رارسیدل خو هیڅوک ونه وژل شول. د ایران د سرتیرو د توپونو شمیره له څلور سوه خــُوله توپونو اوښتله سره له دې چې ایراني سرتیرو له همدغو څلورسوو توپونو د افغانانو په لور ډزې کړې وې او په دې توگه د مردکو شمیر یې ۱۶۰ زره د توپونو ډزو ته رسیدله خو ددغو توپونو اور دومره بې ځایه وو چې دغو څلورسوه توپونو ونه شو کولای لږ تر لږه څلور سوه افغان سرتیري له پښو را وغورځوي. ” (۱۹)
د هماغه پولندي کشیش په وینا یوځل د ښار وگړو د پاچا ماڼۍ په کاڼو وویشتله او له پاچاڅخه یې وغوښتل چې له ماڼۍ دې رادباندې شي او د ایران د ژغورنې لپاره دې د ولس د لیکو په سرکې دې ودریږي چې ځانونه له ایرانه ځار کړي. خو د پاچا د ماڼۍ ساتونکو د ماڼۍ د تړلو دروازو له شا د توپکو په ډزو وگړي خواره واره کړل او پاچا خپل مخ وگړو ته ور ونه ښود. د ۱۷۷۲ز کال د مې په مېاشت کې د ایران دوه درې تنه خانان د علیمردان خان تر مشرۍ لاندې چې مخکې په جگړو کې تپي شوی وو د اصفهان د ژغورنې لپاره له پینځوزرو سرتیرو او پریمانه خوراکي توکو سره را وخوځېدل. کله چې محمود له هغو خبرشو نو د نصرالله زرتشي ترمشرۍ لاندې یې ۴۰۰۰ سرتیري د هغوی مخې ته د مخنیوۍ لپاره ور ولیږل. نصرالله اصفهان ته نیږدې د هغوی مخه را ونېوله او د برېد په ترڅ کې یې ۱۵۰۰ تنه ور ووژل او پاتې نوریې وتښتېدل. (۲۰)
د سپتامبر د مېاشتې په ورستیو کې پلازمېنې ته خبر راورسید چې د تون او طبس واکمن ملک محمود سیستاني د اصفهان د ژرغورنې لپاره د لس زرو سرتیرو په مشرۍ کې د اصفهان لور ته رانیږدې کېدونکی دی. د اصفهان وگړي ددغه خبر په اورېدلو خوښ شول خو کله چې شاه محمود افغان دغه خبرواورېد نو په بیړه یې نصرالله زرتشي چې د ملک محمود هېوادوال او له یوې سیمې وو د هغه مخې ته د خبرو لپاره ورولېږه، نصرالله د گلناباد په سیمه کې له ملک محمود سره ولېدل او د ډیرو سوغاتونو له ورکولو وروسته یې هغه ته د خبرو د سپړلو په ترڅ کې څرگنده کړه چې اصفهان د ځان سپارلو او تسلیمۍ او د صفوي د کورنۍ د لړۍ ټبر د ورټولېدلو په درشل کې دی. له دې امله هغه ویاړ چې ده ته له افغان محمود سره د جگړې په ترڅ کې ورپه برخه دې ورڅخه وانخلي.
نصرالله ټینگار کاوه چې د اصفهان له ژغورنې څخه دې لاس په سر شي او له هغه یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې یو ځای شي او د هغوی په مرسته دې پرټول خراسان بشپړه واکمني وچلوي. په پای کې ملک محمود سیستاني دومره د نصرالله زرتشتي د خبرو او نیوکو تر اغیزې لاندې راغی چې په بیړه بیرته خراسان ته ستون شو. (۲۱)
ځېنو ویلي دي چې ځانمننونکو او ډارنو وزیرانو سلطان حسین شاه یې د ملک محمود له ویرې بیرولی وو چې که هغه اصفهان ته له خپلو ځواکونو سره راشي نو ښایي په خپله د ایران د واکمنۍ پر گدۍ کښیني او د صفویه د کورنۍ د لړۍ ټبر ور ټول کړي. له همدې امله پاچا ، ملک محمود ته پیغام ولیږه چې له راغلې لارې دې بیرته ستون شي او د صفوي دولت په خپله ددې وړتیالري چې له اصفهان او د ایران له پاچاهۍ ساتنه وکړي. ملک محمود د پاچا له دغه پیغامه نومېده کیږي او بیرته خراسان ته ستنیږي او د خپلې واکمنۍ د لیکو په پراختیا پیل کوي. لنډه دا چې که هرڅومره د کلابندۍ موده غځېدله د اصفهان د وگړو وضع لا پسې خراپېدله.
د ډاکټرشفأ په وینا ،” د کلابندۍ په ټوله موده کې سلطان حسین شاه او د هغه سلاکارانو هڅه وکړه چې د نذر،زاریو اوڅلويښتیو ” چله نشیني” اود سکاسکو “بلاگانو” د شړلو اود گڼ شمیر ناروغیو د مخنیوۍ لپاره د غټو او کوشنیو دعاگانود ویلو له لارې چې د حدیثونو په کتابونو کې راوړل شوي ول او د صاحب الزمان د روضې د دعا د ویلو له لارې او یا د کوډو او د پیریانود پاچا زعفرد راغوښتلوله لارې دعاکوله چې د پیریانوله لښکرسره دې د جگړې ډگر ته راشي، یا د ملاباشي د کراماتو له لارې یې افغان مشرانو ته د ځوړند او معلقه اجل د ورلیږلو له لارې غوښتل د اصفهان له کلابندۍ څخه رټل شوي کفار لاس پر سر کړي، خو په اصفهان کې ” په اصفهان کې د ورځینو پیښو پېښلېک / روزنامه وقایع اصفهان” تر سرلېک لاندې د هالند د ختیز هند د کمپنۍ د مامورانو گزارش وایي : ” سره له دغو ټولو تدبیرونو ټولې چارې په ټپه ولاړې وې، ښار د غــَلو دانو له داسې یوې سوکړې ” قحطۍ” سره مخامخ شو چې د یوه من غنمو بیه ۲۰ زره درهمو ته ورسېدله او ورسته له هغې چې یوه دانه غنم ، وریجه او وربشه پاتي نه شوه نو وگړو د خرو، سپیو او موږکانو او بیا د انسانانو د غوښو خوړلو ته مخه کړه” (۲۲)
په پای کې له شپږ مېاشتو کلابندۍ ، لوږې، د عفوني نارغیو، مړېنې او سوکړې “قحطۍ” وروسته پاچا سلطان حسین اړ شو چې د واکمنۍ له گدۍ راکوز او په خپله د دښمن لښکر ته ورشي او د خپلې پاچاهۍ او ژوند برخلېک د محمود د ځواک په گامونو کښیږدې.
د همدغسې یوې ترخې او اوږدې کلابندۍ خوند د هرات ښاریانو پرکال ۱۷۳۰ز کې او پرکال ۱۷۳۸ز کې د کندهارښاریانو د نادرافشار تر مشرۍ لاندې د ایراني لښکر له لاسه او په ۱۸۳۷ او ۱۸۵۷ زیږدیزو کلونو کې د محمد شاه قاجار له لاسه د هرات ښاریانو و څـَکه. خو ددغه ځای وگړو د سپیو او پیشو گانو غوښې ونه خوړلې بلکه مقاومت یې وکړ. حال دا چې ددغو کلابندیو موده هر ځل ۱۱ مېاشتې او د اصفهان کلابندي ۶ مېاشتې او څو ورځې وه.
هرگوره، لوټ گریزو لښکرځغلولو تل اوبه د بې وزلو وگړو تر ترخځه را رسولې خو شتمنو او بډایو تل د بې وزلو وگړو په پرتله لږ د لوږې له لاسه سختۍ لېدلې دي. د اکتوبر د مېاشتې په ورستیو ورځو کې اصفهان خپلې وروستۍ سلگۍ ایستلې. د هغو کسانو په وینا چې پیـښه یې په خپلو سترگو لېدلې او لکهارت د هغوی خبرې لېکلې” د کلابندۍ په وروستیو د (اکتوبر ۲۳) کې هغه سرتیري چې د ښار د لوړو دیوالو د ساتنې لپاره گورمال شوي ول دومره کم زوره شوي ول چې د ښار د ساتلو په پرتله هغوی ته به ښه دا وای چې په روغتونونو کې پراته وای. ” (۲۳)
د انگریز د ختیز هند د شرکت د استازي په وینا ” د ایران پرتمین پاچا د اکتوبر (آذر) د مېاشتې په ۲۳ په ۱۲ بجو د پاچاهۍ له هرډول لویـنې ، برم او پرتم پرته د پاچاهۍ له ماڼۍ را ووت او پر اس سپور شو. هغه کټ مټ یوه بې وزلې خوارځواکي سوالگرته ورته جامې په ځان کې درلودلې، د هغه د اَردَلیو “ملازمانو” له تندیو دومره د اندیښنو او غم لړلي ناورین باران را وریده چې گڼې د اعلیحضرت د مړي د ښخولو رسمي لمانځنې ته روان دي ” (۲۴)
رستم التواریخ وایي : ” د کلابندۍ په همدغو شپو ورځوکې د اصفهان په ” عالي قاپي” کې څلویښت ږېره لرونکي شهزادگي او د څوارلسو � پینځلسو یا تر هغه لږ بې ږیرې شهزادگيو ژوند کاوه چې ټول یې د پرتمین پاچا د اړوندو ښځو یاکنیزو له لمنو را زیږېدلي ول.(۲۵) بد مرغه او ستړي پاچا له محمود څخه د راپورول شوي اس پر سر سپور او په مړیو ډکو د پلازمېنې د کوڅو د گودرونو له منځه کرار کرار تیر شو او پریښودل شو چې د هغه د خوښې وړ ماڼۍ فرح آباد ته چې د محمود افغان د قوماندې ځای ځایگی ټاکل شوی وو ورشي او هلته په خپل لاس د ایران د پاچاهۍ تاج د محمود افغان پرسر کښیږدي. د فرانسي د کشیش دوسرسو په وینا ” پاچا په خپله د واکمنۍ پر گدۍ د محمود د کښیناستلو په پرتله د واکمنۍ د گدۍ له سره خپلې راکوزیدنې ته لېواله وو.” (۲۶)
لکهارت له پاچا سلطان حسین سره د شاه محمود د چال چلند په اړه د یو چا له خولې چې پیښه یې په سترگو لېدلې یعنی ژوزف آپي سالیمیان ارمني د فرانسې د کونسل سفیر چې د صفوي پاچا د تسلیمیدلو په ورځ یې د غلزايي محمود دربار ته لاره موندلې وه لیکي: محمود د تالار په گوټ کې ناست او په زَروبي “زربفت” بالښت یې ډه ډه لگولې وه. پاچا ته لارښوونه وشوه چې د تالاربل گوټ ته ولاړ شي، او ودرېږي. پاچا سلطان حسین له ستاینو اود تحیاتونوله ویلو وروسته وویل: ” زویه! له دې چې دا د لوی پیاوړي څښتن پتیینه ده چې زه دې نوره پاچاهي ونه کړم او دهغه د پریکړې پربنسټ ته به د ایران د واکمنۍ په گدۍ پورته شی نو زه د زړه له کومې خپله پاچاهي تا ته در پریږدم او له څښتنه ستا بریا غوړام.”


