د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو اعتصاب د شنبې په ورځ هم روان و. معترض ډاکټران د امنیتي اندېښنو د هواري او پر مېرمن ډاکټر ماه نور ناصر د شوي تېزاب برید د رڼو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کوي.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې (YDA) یوې مشرې ډاکټر پلوشه رحیم کاکړ د کوټې د ملکي روغتون مخې ته د احتجاجي کمپ پر مهال خبریالانو ته وویل، حکومت باید د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره ټولې شته اسانتیاوې وکاروي او په روغتونونو کې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي.
هغې وویل، ډاکټر ماه نور ناصر د هغې نږدې ملګرې وه او پر هغې برید د ښځینه ډاکټرانو ترمنځ د وېرې فضا رامنځته کړې ده. د نوموړې په خبره، په ملکي روغتون کې د مناسب امنیت نشتوالی د دې لامل شوی چې ډاکټران خپلې دندې په ډاډمنه فضا کې ترسره نه شي کړای.
ډاکټر پلوشې د روغتیا وزارت پر چارواکو او د ملکي روغتون پر ادارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ډاکټرانو اندېښنو ته لازم پام نه دی شوی. هغې دا ادعا هم وکړه چې د ستونزې د حل پر ځای د ځینو ډاکټرانو او کارکوونکو پر ضد اداري اقدامات شوي دي.
هغې زیاته کړه چې د ناروغانو د ستونزو د کمولو لپاره به اعتصاب کوونکي ډاکټران د اعتصاب پر مهال په خپلو شخصي کلینیکونو کې وړیا درملنه جاري ساتي.
بل لور ته، د نیشنل ګوند مشر او د صوبايي اسمبلۍ د پارلماني ډلې مرستیال مشر میر رحمت صالح بلوچ د احتجاج کوونکو ډاکټرانو ملاتړ وکړ او د تېزاب برید د قضايي پلټنو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د کوټې په ملکي روغتون کې د خبرو پر مهال وویل چې د حکومت تر اوسه اقدامات نه دي توانېدلي د عامو خلکو او طبي ټولنې اندېښنې لرې کړي. هغه خبرداری ورکړ چې که اغېزمن او جدي ګامونه پورته نه شي، سیاسي ګوندونه او ولس به پراخ احتجاجونه پیل کړي.
میر رحمت صالح بلوچ وویل، د پېښې د ټولو اړخونو باید بې پرې څېړنه وشي او د هر هغه چا پر ضد دې قانوني اقدام وشي چې په دې برید کې لاس لري. هغه ټینګار وکړ چې ډاکټران د ټولنې مهمه شتمني ده او باید د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره خوندي چاپېریال ولري.


