لیکنه: بوريوال کاکړ
د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان ښايي د درو وجوهاتو له کبله په بیا بیا پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان تحریک انصاف او تحریک طالبان پاکستان یو بولي. خو دا درې واړه په هیڅ دلیل او منطق یو له بل سره تړل کېدای نه شي. پر دې خبره د عوامي نېشنل ګوند ګڼ غړي او ډېر مخکښان هم له اېمل ولي خان سره اتفاق نه کوي. ځینې د دې اظهار هم کوي خو نور یې خاموش دي.
خو اېمل ولي خان ځکه داسې کوي چې له دې درې واړو څخه پر خپل خپل ځای هم خطر محسوسوي او هم د درې واړو په سخت دریځ وړاندې کولو سره اسټبلشمنټ خوشاله کوي نو ځکه هر وخت درې واړه په یوه څپېړه وهي. د اېمل ولي خان د دې ویرې وجه دا هم ده چې د ده د سیاسي پوهې او برداشت سویه ښايي دومره نه ده څومره چې ده ته د ورپاتې لوی قامي او سیاسي میراث ساتلو او پاللو لپاره ضروري ده.
لومړی خو پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپله لنډه تجربه او مبارزه سربېره د قام خبره تر اېمل ولي خان ډېره په جار، څرګنده او روښانه توګه کوي نو ځکه دی له غورځنګ څخه په نظریاتي توګه په وېره کې ښکاري. دی فکر کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د عوامي نېشنل ګوند د قامپرستۍ مفکوره ختمه یا کمزورې کړي او په نتیجه کې به یې دی له مشرانو ورپاتې حثیت له لاسه ورکړي. خو داسې بلکل نه ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه ملتپالو ګوندونو ته په غیرمستقیمه توګه ګټه رسوي. د غیر پارلماني غورځنګ ووټ که چاته تلی نو هغه به ملتپال ګوندونه وي. بلکې داسې هم کېدای شي چې د غورځنګ له خوا پر اسټبلشمنټ جوړ کړل شوی فشار د ملتپالو ګوندونو د مخې نه نیولو سبب شي خو شرط دا دی چې که ملتپال ګوندونه د غورځنګ په مخالفت کې ونه درول شي.
دویمه له تحریک انصاف څخه د اېمل ولي خان وېره ډېره ساده او واضحه ده. که څه هم تحریک انصاف اوس له اسټبلشمنټ سره په ټکر کې ښکاري خو ریاست په پښتونخوا کې تحریک انصاف داسې پوخ کرلی دی چې اېمل ولي خان یې ښايي په پښتونخوا او په ځانګړې توګه پېښور ناوه او شاوخوا ښاري سیمو کې د خپل سیاست او نظریې په مرسته هیڅ مقابله ونکړای شي نو ځکه په بیا بیا له هغه ریاسته خواستونه کوي چې تحریک انصاف وځپي کوم ریاست چې تحریک انصاف پر پښتونخوا د هم دې لپاره مسلط کړی وو چې پښتون ملتپالنه وځپي. ریاست دا کار په سیند کې د سیندي نېشنلزم ځپلو لپاره له پیپلز ګونده اخیستی وو او په هغه کې خورا کامیابه شوی هم وو. که وکتل شي نو په سیند کې د ملتپالو نوم لا څوک نه اخلي. خدای دې نکړي چې په پښتونخوا کې داسې یو حالت راشي.
او د اېمل ولي خان له خوا د ټي ټي پي ببا بیا یادول تر پورتنیو دواړو څرګنده ده. هغه ځکه چې ریاست له یادې ډلې سره مخامخ په جګړه کې دی. ریاست چې نړۍ ته د ټي ټي پي په اړه کوم دریځ وړاندې کوي هغه دا دی چې طالب یوازې په قبایلي سیمو یانې غیرمستقیمه توګه پښتون پورې محدود کړي او داسې پښتون نړۍ ته سخت دریځی وړاندې او تصویر کړي. اېمل ولي خان د ریاستي بیانیې خلاف تلل نه غواړي نو ځکه هم هغه خبره کوي چې له ریاستي تګلارې سره سمون خوري. که نن ریاست په رښتیا او رسمي توګه له ټي ټي پي سره روغه وکړي او د دا ووايي چې دا یې د “ملکي سلامتیا” لپاره کړي نو اېمل ولي خان به بیا د “پاکستان په خاطر” دا ومني او دلایل به ورته پیدا کړي.
د عوامي نېشنل ګوند مخکښان تل دعوه کوي چې ګوند یې د ملک یو له تر ټولو جمهوري ګوندونو یو دی خو په دې اړه بیا څه نه وايي چې ایا د اېمل ولي خان دا دریځ د ګوند فیصله شوی دریځ دی که نه د هغه خپل موقف دی.
که دا د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه له خوا بحث شوی او فیصله شوی دريځ وي چې پي ټي ایم، پي ټي ای او ټي ټي پي درې واړه یو دي نو دا خو ډېره د اندېښنې خبره ده او که داسې نه وي او دا یوازې د اېمل ولي خان خپل شخصي دریځ وي نو باید د ګوند په لوړپوړو رسمي غونډو کې هغه په دې پوه او قانع کړل شي چې په قام کې د مقبولیت پیدا کولو لپاره پر وطن وګرځي او قام ته ورشي او د خپل ګوند نظریه ورته وړاندې کړي. اېمل ولي خان باید په دې پوه شي چې هر وخت په پر میډیا راتګ ضروري نه دی بلکې هر وخت په خپل ولس کې حاضري ضروري ده. چې د ولس پر ښه او بده حاضر شوې نو قام به دې په فخر یاد کړي او ټولې ټولنیزې رسنۍ به دې په ستایلو ډکې وي خو که تش دې په میډیا کې د اوسېدو لپاره بې منطقه بیانونو ته دوام ورکړ بیا دې نو ستا او د ګوند دواړو خدای مل شي.
او یوه ډېره وړه او ډېره شخصي غوښتنه زما له خوا: نور باید دا فیصله هم وکړې چې ته اوس ږیره او د سر وېښتان کل کوې یا خریې او که یې پرېږدې. د ګوند مشر یې ، د سېنېټ غړی یې او عمر دې ۴۰ ته رسېږي. اوس نو باید دې نتیجې ته ورسېږې چې څنګه به ښه یا دروند ښکارې. په پوره درنښت


