د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د سرائے نورنګ بازار ته څېرمه په یوې زورورې چاودنه کې لږ تر لږه دوه د ټرافیک پولیسو سرتېري وژل شوي او ګڼ نور کسان ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، چاودنه په یوه موټرسايکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده.
ځايي پولیس وایي، پېښه هغه مهال وشوه چې په بازار کې عادي سوداګریز فعالیتونه روان وو. د پولیسو یوه لوړپوړي افسر ویلي، چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې نصب شوي وو چې د رېلوې کراسنګ ترڅنګ وچاودېدل.
لومړنیو راپورونو له مخې، په پېښه کې پر دنده بوخت دوه د ټرافیک پولیس اهلکار شهیدان شوي دي.
عیني شاهدان وایي، د چاودنې غږ لرې سیمو ته هم اورېدل شوی او نږدې دوکانونو ته زیان اوښتی دی.
چارواکي زیاتوي، د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې لږ تر لږه شپږ ټپیان روغتون ته انتقال کړي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په سیمه ییزو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ډاکټران ټپیانو ته طبي مرستې رسوي.
له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. چارواکي وایي، د چاودنې د نوعیت او د بریدګرو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو په وروستیو میاشتو کې په لکي مروت، بنو او ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.


