ويب ډیسک
د امريکا متحده ايالتونو پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه د تاريخ ترټولو شرموونکې شېبه ده.
ټرمپ ويلي، افغانستان اوسمهال د نړۍ په کچه د امريکايي وسلو يو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد دی او په وينا يې هلته د ۸۵ ميليارده ډالرو په ارزښت تجهيزات او سلګونه امريکايي وګړي پرېښودل شوي.
د امریکا د اوسني ولسمشر دغه سرسخت منتقد په پنسلوانيا ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، د بایډن له بريالي کېدو وروسته افغانستان کې ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.
ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم د بايډن پر پاليسيو توندې نيوکې کړي دي.


