ويب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت د پیلولو پلان نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند «وېدانت پټیل» ویلي چې متحده ایالات له «طالبانو» سره د تعامل په حال کې دي، خو د اوس لپاره په کابل کې خپل دیپلوماتیک ماموریت نه پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا د قونسلګریو د احتمالي فعالیت راپورونه ورکړل شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې افغان نجونو ته د زدهکړې او کار اجازه ورکول له اسلامي امارت سره د تعامل مهمه برخه ده.
وېدانت پټیل همداراز د افغانستان له سرپرست حکومت (اسلامي امارت) غوښتي چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه پایته ورسوي او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ‘په کابل کې د امریکا د دیپلوماتیک فعالیت د بېرته پيلېدو په تړاو’ خپاره شوي راپورونه رد کړي وو.


