دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښین او کله سیف الله کې په ټاکنیز دوترونو چاودنې ګڼ شمېر...

پښین او کله سیف الله کې په ټاکنیز دوترونو چاودنې ګڼ شمېر تلفات يي رامنځته کړي

ويب ډیسک

د بلوچستان په پښتون مېشتې سیمو پښین او کلا سیف الله چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د لېویز ځواک مشر نصیب الله کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر اوومه د پښین په خانوزیو کې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي.

د ده په خبره چې ژوبل کسان یې د خانوزیو روغتون ته لېږدولي او سخت ټپیان د کوټې سېول روغتون ته انتقال شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې چاودنه د صوبايي اسمبلۍ د ۴۷مې حلقې د خپلواک نوماند او پخواني صوبايي وزیر اسفندیار خان کاکړ په انتخاباتي دفتر کې هغه مهال وشوه چې هلته د نوموړي د انتخاباتي چارو کارکوونکي (پولېنګ اېجنټان) ورغونډ شوي ول.

چارواکي وايي چې په هغه پېښه کې کاکړ ته زیان نه دی رسېدلی.

چارواکو د چاودنې نوعیت په اړه نور معلومات ور نه کړل خو د بلوچستان نګران اعلاوزیر علي مردان ډومکي د کورنیو چارو وزارت ته د پلټنو امر کړی دی.

په همدې حال کې په کلا سیف الله کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د نوماند مولانا عبدالواسع انتخاباتي دفتر ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د کلا سیف الله انتظامي مشر رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د قامي اسمبلۍ په ۲۵۱مه حلقه کې شوې ده چې پکې ۱۰ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.

یاسر بازي رسنیو ته وویل چې پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د واسع د انتخاباتي چارو کارکوونکي (پولېنګ اېجنټان) هلته ورغونډ شوي ول او د ټولټاکنو پر ورځ یې د خپل کار په اړه خبرې کولې.

نوموړی زیاتوي چې ژوبل کسان د کلا سیف الله روغتون ته لېږدول شوي دي.

په پښین او کلا سیف الله کې د چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د جنورۍ پر ۳۰مه په سېوۍ کې د تحریک انصاف د انتخاباتي لاریون پر مهال په بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې چاودنې ذمه واري منلې وه.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۲۹مه د شپې مهال بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لېبریشن ارمي (بې اېل اې) پر مچ ښار د توغندیو بریدونو کې د۶۰ پاکستانيو سرتېرو د وژلو دعوه کړې وه خو حکومت ویلي ول چې د بریدونو او نښتو پر مهال یې څلور سرتېري وژل شوی ول.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په مچ کې د ۲۴ وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

تر دې وروسته د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو نوماندانو او د ګوندونو مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر شپږمه انتخاباتي کیمپېن پای ته رسولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه