دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان خپله بریا اعلان کړه، نواز شريف خپل ځان بريالی ګڼي.

عمران خان خپله بریا اعلان کړه، نواز شريف خپل ځان بريالی ګڼي.

ويب ډیسک

د پاکستان پخواني صدراعظم او زنداني نوماند عمران خان له زندانه د پاکستان په وروستيو ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړه، خو د هغه سرسخت سيال نواز شريف خپل ځان بريالی ګڼي.

د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پاکستان بل پخواني صدراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دی غواړي د پاکستان د ژغورنې لپاره ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د ټاکنو د کميسيون د غيرررسمي پايلو له مخې د عمران خان ګوند تحريک انصاف نوماندانو تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي او مسلم ليګ نواز ګوند په دويم کتار کې دی.

په ورته وخت کې د ټاکنيزو شخړو له کبله همدا نن شمالي وزيرستان کې د ملي ډيموکراتيک ګوند مشر محسن داوړ ټپي شوی او د څلورو تنو نورو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

له بل پلوه امريکا، برتانيا او ځينو نورو هېوادونو د پاکستان د ټاکنيزو شخړو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او په دې اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه