بریتانیا په روان ژمي کې د افغانستان له خلکو سره ۳۶،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

0
82

ويب ډیسک 

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې بریتانیا په روان ژمي کې د افغانستان له خلکو سره ۳۶،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دې ادارې ویلي چې له افغانستان سره دا مرسته له اړمنو کورنیو سره د لاسنیوي په موخه شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي چې بریتانیا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۲۰۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د بریتانیا تر دې تازه مرستې وړاندې جاپان هم د افغانستان له خلکو سره ۱۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته اعلان کړې وه.

دا مرستې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د بېوزلۍ ستر لاملونه وروستي سیاسي تحولات، بې‌روزګاري او د روان ژمي په موسم کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل کېدل بلل شوي دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت (اسلامي امارت) بیا بار بار ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو هېوادوالو اړتیاوو یې رسېدنه کړې ده.