یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيبشري حقونو نړیواله ټولنه وایي، په افغانستان او ایران کې د ښځو...

بشري حقونو نړیواله ټولنه وایي، په افغانستان او ایران کې د ښځو وضعیت څېړو

ويب ډیسک 

د بشري حقونو د نړیوال سازمان یا “IBAHRI” د حقوق پوهانو ټولنه وايي، دغې ټولنې د بریتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره په همغږۍ په افغانستان او ایران کې د ښځو د وضعیت د څېړلو لپاره یوه څېړنه پیل کړې ده.

دې ټولنې په دې وروستیو کې په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې که څه هم په نړیوالو قوانینو کې جنسیتي تبعیض جرم نه دی بلل شوی، خو هغه څه چې د افغانستان او ایران له ښځو سره کېږي، د جنسیتي تبعیض یوه بېلګه ګڼل کېږي.

د دې ټولنې په وینا، د افغانستان او ایران ښځینه وکیلانې، سیاستوالان، پوهان او د بشري حقونو ملاتړو او نړیوالو کارپوهانو په ګډون په دواړو هېوادونو کې د جنسیتي تبعیض تر سرلیک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت د پېژندلو غوښتنه کوي.

د دغې ټولنې په وېبپاڼه کې راغلي چې په افغانستان او ایران کې ښځې له ټولنې څخه د وتلو په حال کې دي او اړتیا ده چې د جنسیتي تبعیض تر عنوان لاندې د هغوی وضعیت وڅېړل شي.

بايد يادونه وشي، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د ښځو پر ژوند لګول شوي محدوديتونه جنسیتي ځورونې بللي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ريچارډ بينيټ د اپرېل په مياشت کې په خپل راپور کې ويلي، چې له ښځو سره څه کېږي.

د سویلي افریقا د اساسي قانون د محکمې متقاعد قاضي ریچارډ ګولډسټون وویل: “په سویلي افریقا کې د ډېریو خلکو سره د نژاد پر بنسټ سیستماتیک تبعیض شتون لري. دا د توکمپالنې جرم و. له همدې امله په افغانستان او ایران کې د ټولو ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض پلي کیږي.

ښاغلي ریچارډ زیاته کړه چې په نړیوال قانون کې د جنسیتي توپیر پیژندل یو اړین امر ګڼل کیږي.

په ایران کې ښځې د زده کړې د ډګر په ټاکلو کې لاس نه لري، خو په افغانستان کې د نجونو زده کړې منع دي. له بلې خوا ښځې د ا.ا تر واکمنۍ لاندې له کار کولو، عامه ځایونو لکه پارکونو، رستورانتونو او تګ راتګ څخه منع شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه