ويب ډیسک
افغان اتلانو نن د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د لوبې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د اتو ویکټو له غورځېدو سره یې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۹۴ منډې واخیستې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.
ورپسې افغان توپ اچوونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له منځه یې فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدین نایب درې، یمین دوه او راشدخان یوه ویکټ واخیسته او سیال لوری یې د ۲۳۴ منډو له ترلاسه کولو وروسته په ۳۸ اورونو کې له ډګره بهر کړ او د بریا ویاړ یې د افغانستان په نوم کړ.
#AfghanAtalan | #CWCSL | #AFGvSL | #SuperCola | #KamAir


